چهارشنبه, ۱۹ غويی ۱۴۰۳
Super User

Super User

د افغاني سرې میاشتې ټولنې په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د سوري زړه په ناروغۍ د اخته ماشومانو یوه بله ډله یې هم په پلازمېنه کابل کې دریو کورنیو روغتونونو ته د درملنې په موخه ور وپېژندلې ده.

په خبر پاڼه کې ویل شوي، په دې ډله کې ۷۷ ماشومان دی، چې د سوري زړه په ناروغۍ اخته دی او په دغو روغتونونو کې به تر درملنې لاندې ونیول شي چې لګښت یې د افغاني سرې میاشتې له لوري ورکول کېږي.

د يادونې وړ ده، په تېرو ۱۷ میاشتو کې افغاني سرې میاشتې د سوري زړه په ناروغۍ اخته ۲ زره ۶۶۲ ماشومان د درمنلې او عملیاتو لپاره د هېواد دننه بېلابېلو روغتونونو ته ورپېژندلي دي.

امریکا د افغانستان د پخواني حکومت د پارلمان پر رییس مير رحمن رحماني او د هغه پر زوی اجمل رحماني د مالي فساد له کبله بندیزونه لګولي دي.

د امریکا د مالیې وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه کسان او ۴۴نور اړوند شرکتونه او بنسټونه په نړۍ کې د جدي مالي فساد او د بشري حقونو د سرغړونو له کبله تحریم شوي دي.
یاد وزارت ویلي چې رحماني او اجمل د خپلو شرکتونو پر مټ په افغانستان کې د فساد یوه پېچلې تدارکاتي شبکه جوړه کړې وه چې د افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره د امریکا د دولت د مالي مرستو له قراردادونو څخه یې ملیونونه ډالره اخیستي دي.
د امریکا د مالیې وزارت په اعلامیه کې د دوی د مالي فساد قضیې تشریح شوې دي.
په خبرپاڼه کې همدارنګه راغلي چې د میر الرحمن رحماني له خوا په دغو قراردادونو کې قصدي انفلاسیون، په وارداتو کې د مالیې درغلۍ شتون، د تېلو غلا، په پارلمان کې اداري فساد او د بېلابېلو هېوادونو د تابعیت اخیستل هغه څه دي چې پر دوی د بندیزونو لامل شوي.
د افغانستان د پخواني حکومت د پارلمان رییس په ۲۰۱۹ میلادي کال کې د افغانستان په پارلمان کې د پروان ولایت استازی او د هېواد له لویو سوداګرو څخه هم شمېرل کېږي.

د فراه له ابونصر فراهي بندره ۱۲ ټانکره وارد شوي بې کیفیته تېل بېرته ایران ته ګرځول شوي دي.

د فراه ولایت د شیخ ابونصر فراهي د نورم او ستندرد ملي ادارې آمر ویلي چې پرون د سټنډرډ ملي ادارې له خوا ۱۲ ټانکره تېل چې له ایرانه وارد شوي وو بېرته مسترد شول.

سرچینې ویلي، دغه تېل د ابونصر فراهي بندر له لارې بېرته ایران ته منتقل شوي دي.

د نورم او ستندرد ملي ادارې ویلي، هيچا ته اجازه نه ورکوي چې بې کيفيته توکي هېواد ته وارد کړي. دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې هم له ایران د بې کيفيته تېلو ټانکرونه مسترد شوي دي.

د تاجکستان جمهور رییس له نړیوال بانک څخه د کاسا زر پروژې د بېرته پیل غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د دې پروژې پیلېدل د سیمې هېوادونو لپاره یوه اړتیا ده.

د تاجکستان د جمهور رییس مطبوعاتي دفتر ویلي، امام علي رحمان د نړیوال بانک له مشر «اجی بنګا» سره په کتنه کې ټینګار کړی چې اړتیا ده چې د برېښنا د لوړ ولتاژ لرونکې کاسا زر پروژې چارې بېرته پیل شي.
دا کتنه په دوبۍ کې د ملګروملتونو د اقلیم د بدلون د ۲۸ م کنفرانس په څنډه کې ترسره شوې.
دغه ستره پروژه چې د افغانستان له لارې د مرکزي آسیا د انرژۍ مارکیټ له جنوبي آسیا سره نښلوي، په عملي کېدو سره به یې له قرغزستان او تاجکستان څخه ۱۳۰۰ مېګاواټه برېښنا افغانستان او پاکستان ته ولېږدول شي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ویلي چې تر راتلونکې یوې میاشتې به د ټولو غیر قانوني افغان او نورو کډوالو د ایستلو لړۍ بشپړه کړي.

د انډیپنډنټ ورځپاڼې د خبر له مخې، د پاکستان د کورنیو چارو وزیر «سرفراز بګتي» ویلي چې په افغانستان کې امن دی او ټول افغان کډوال باید بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.
نوموړي زیاته کړې، هغه کسان چې د ناامنۍ او اړتیا له مخې پاکستان ته تللي، په دې اړه یې د ملګرو ملتونو له کډوالو ادارې سره یو تړون هم لاسلیک کړی او زیاتوي چې افغان کډوال دې بېرته ولاړ شي.
هغه خبر ورکړی چې د ناقانونه کډوالو د ایستلو لړۍ به د یوې میاشتې په موده کې بشپړه شي.
پاکستاني چارواکو دا هم ویلي چې له هغو افغان کډوالو څخه به ۸۳۰ ډالره اخلي چې له افغانستان پرته نورو هېوادونو ته ځي او پاکستان ته په ناقانونه توګه تللي وي.
د یادونې ده چې د کډالو اړوندو او نورو نړیوالو بنسټونو له پاکستان څخه غوښتي چې د افغان کډوالو په زوره ستنولو پرېکړې په اړه له سره غور وکړي.
د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه ۴۰۰ زره افغان کډوال افغانستان ته راستانه شوي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې تر دې وروسته به د افغانستان د لاریو له ټولو چلوونکو څخه وېزه غوښتل کېږي.

د یاد وزارت ویاندې «ممتاز زهرا بلوچ» له یوه خصوصي ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي چې د نومبر له لومړۍ نېټې وروسته د سوداګریزو مالونو د وړونکو لاریو چلوونکي باید د پاکستان وېزې ترلاسه کړي.
هغې زیاته کړې چې د پاکستان سفارت د اسلامي امارت له چارواکو سره د سوداګریزو اسانتیاوو د برابرولو لپاره په خبرو بوخت دی.
د تېرې سې شنبې په ورځ د تورخم دروازه وروسته له هغه وتړل شوه چې پاکستاني چارواکو د افغانستان د لاریو له چلوونکو څخه د وېزو غوښتنه وکړه، خو په هماغه ورځ ناوخته بېرته د یوه جوړ جاړي له مخې لاره پرانیستل شوه.
داسې شکایتونه هم شته چې پاکستاني پولیسو ډېر داسې کسان هم نیولي او افغانستان ته یې ستانه کړي چې د کډوالو په توګه ثبت دي او یا د پاکستان وېزې لري.

کوچني عادتونه زیاتره وخت زموږ په ژوند کې د یو لړ مهیمو بدلونونو لامل ګرځي. زموږ په ورځني ژوند کې ساده خو معنالرونکي فعالیتونه زموږ د شخصي ودې او دوامداره پرمختګ سبب کیږي. په دې لیکنه کې به هغه شپږ واړه عادتونه وسپړو چې په تداوم سره دعملي کیدو په صورت کې ستاسو ژوند بدلولی شي.

  1. موخي مو وليکئ

لومړی عادت چې تاسو بايد وده ورکړئ دخپلو موخو د ليکلو تمرين دی. کله چې تاسو خپلې هیلې د کاغذ پر مخ ولیکئ واقعي بڼه اخلي، تاسو د مسؤليت احساس کوی او دهغوی په بيا بيا ليدلو دا درياديږي چې تاسو څه غواړئ لاس ته راوړئ. دموخو لیکل دا مرسته هم درسره کوي چې په خپل دماغ (حافظې) کې یې وساتئ او پر لاس ته راوړلو یې فکر وکړئ. د ګټورو موخو ټاکلو لپاره تاسو اړ یئ د سمارټ SMART آر څخه کار واخلئ. ستاسو موخې باید مشخصي (Specific)، داندازه کولو وړ(Measureable)، لاس ته راوړونکې(Achieveable)، پر ځای(Relevant)، او د معلوم وخت(Time-bound) درلودونکې وي. سمارټ SMART موخې وټاکئ او په ژوند کې پرمختګ وکړئ.

  1. داسې یو سیستم جوړ کړئ چې موخو ته مو ورسوي

کله چې دموخو ټاکل مهیم دي دا هم مهیمه ده چې داسې یو سیستم جوړکړو چې خپلو موخو ته ورباندي ورسیږو.

موخه یا هدف اصلاً دیوې مطلوبي پایلې په لاس راوړل دي، په داسې حال کې چې سیستم هغه پروسه ده چې همدې مطلوبي پایلې ته دي رسوي. کله چې تاسو خپلو موخو ته درسېدو لپاره یوه عملي تګلاره (سیستم) ولرئ هغه نااټکل شوي خنډونه له منځه وړی چې تاسو ته مخ ته راځي. دبیلګې په توګه: که ستاسو موخه په دریو میاشتو کې د 10kg لس کیلو ګرامه وزن کمول وي، نو ستاسو په ممکنه سیستم کې باید منظم تمرین کول، د خوړو لپاره ځانګړی پلان جوړول، او دورځنۍ انرژي پر مصرف پام ساتل شامل وي. تاسو دپایلو پر ځای پر سیستم تمرکز وکړئ، په دې چارې سره کولای شئ خپلې هڅې دوامداره وساتئ او د بریا چانس مو ډېر کړئ.د یوې معلومې تګلاري (سیستم) پلي کول او پر هغې دوامداره تګ ډیسېپلین، نظم، او بیا ارزونې ته اړتیا لري. دوامداره پرمختګ دسیستم دوامداره آرزونه غواړي، د پرمختګ جارې ساتلو لپاره تل دخپل سیستم داغیزمنتیا ارزونه وکړئ.

  1. دا چې څه تر ټولو ډېر مهیم دي د پاریټو اصول وکاروئ

 

دپاریټو تلن لار(اصل): چې د80/20 قاعدې په نوم هم پیژندل کیږي، وايي چې نږدې %80 سلنه پایلې له 20%سلنه هڅو څخه په لاس راځي. ستاسو د ژوند په مختلفو اړخونو کې ددې اصل په پلي کولو سره تاسو کولای شئ په خورا مهم کارونو تمرکز وکړئ او انرژي مو دداسې کارونو په کولو مصرف کړئ چې د پام وړ پایلې ولري. که غواړئ د پاریټو اصول وکاروئ نو په خپل شخصي او مسلکي ژوند کې یې اړينو دندو ته په لومړیتوب ورکولو سره پيل کړئ. پر دې اړينو دندو تمرکز کولای شي تاسو خپلو اهدافو ته لا ډېر نږدې کړي او تاسو ته متوجې خنډونه له منځه وړلی شي.

  1. دنه ويلو هنر زده کړئ

يو تر ټولو غوره عادت چې تاسو يې بايد پياوړی کړئ، دادی چې چې خپلو موخو ته ژمن پاتې شئ. هغو شیانو ته “نه” ووایئ چې ستاسو له موخو سره په ټکر کې وي، په حقیقت کې دا “نه” هغو فعالیتونو ته لار پرانيزي چې ترسره کول یې ستاسو دموخو لپاره اړين دي. نورو ته “نه” ووایئ، البته په داسې ډول چې ستاسو اړيکې زیانمنې نه شي. همدارنګه په خپلو خبرو کې له روڼتيا او ټينګار څخه کار واخلئ او دا په یاد ولرئ، ددې پر ځای چې څوک ناهيلې کړئ دهغوی غوښتنې او یا بلنې ته “نه” ووایئ. ددې لپاره چې په خپل هدف مو لا متمرکزه شئ او په لږ وخت کې ډېر څه لاس ته راوړئ، هغو شیانو ته “نه” ووایئ چې موخو ته په رسېدو کې مو ځنډ رامنځته کوي.

  1. د خپل وخت په ارزښت پوه شئ

 

وخت یوه محدوده خو ارزښتناکه سرچینه ده. ددې شتمني قدر وکړئ، که مو له لاسه ووت بیا بیرته نشي ترلاسه کیدی. کله چې تاسو خپل دوخت په ارزښت پوه شئ بیا ددې احتمال ډېر دی چې ښه پريکړې وکړئ، داسې پریکړې چې ستاسو لومړیتوبونه منعکس کوي او تاسو سره ستاسو اهدافو ته رسیدلو کې مرسته کوي. دخپل وخت د ښه مدیریت لپار ځانګړې طرحي وکاروئ، له کليزې(جنتري)، پلانونو، او دوخت تنظيموونکو اپليکېشنونو څخه کار واخلئ تر څو منظم پاتې شئ او پر خپل مهال ويش مو څارنه دوامداره وساتئ. دخپلو اړينو کارونو لپاره مو وخت ځانګړی کړئ او ځان په دې ډاډه کړئ چې تاسو د استراحت او دمې لپاره هم کافي اندازه وخت لری. دا مو په یاد وي چې تل بايد دا آرزونه وکړئ چې تاسو خپل وخت پر څشي او څنګه مصرفوئ.

  1. هره ورځ لږ ښه شئ

ددوامداره پرمختګ مفهوم دکوچنیو بدلونونو پر رامنځته کولو ډېر ټینګار کوي. که تاسو غواړی لوی بدلون رامنځ ته کړی، نو دخپل ژوند په مختلفو اړخونو لکه روغتیا، اړيکو او مسلک کې پر ورځني پرمختګ تمرکز وکړئ. دوخت په تیریدلو سره ددې کوچنيو بدلونونو ټولګه د یو لوی بدلون د منځته راوړلو لامل کيږي او د ژوند مسیر مو ټاکي. دپرمختګ لپاره مو دا واړه بدلونونه دژوند له هغې برخې را پیل کړئ چېري چې تاسو اړتیا لری وده وکړئ. وروسته دهرې ورځې لپاره کوچني لاس ته راوړنکي اهداف وټاکئ چې تاسو یې تر عیدې وتلی شئ. د بیلګې په توګه: که تاسو غواړی خپل فټنس ښه کړی؛ هره ورځ لس دقیقې تمرین وکړئ. په تدریجي ډول، کله چې تاسو پیاوړي کیږی او پرمختګ کوی د تمرین موده مو هم له لسو دقیقو څخه زیاته کړئ. د ورځنيو فعالیتونو دترسره کیدو لپاره شعوري هڅه وکړئ. دا چاره تاسو ته مثبت فیډبک درکوي او ستاسو انګېزه او دبدلون لپاره مو کړې ژمنې پیاوړي کوي. د هره ورځ لږ ښه کیدو هرکلی وکړئ، ممکن تاسو تر هغه ډېر څه لاس ته راوړی چې تاسو یې فکر کاوه.

پایله

پورته شپږ کوچني عادتونه چې بحث ورباندي شوی دی لکه دموخو لیکل، دداسې یو سیستم جوړول چې موخو ته ورباندي ورسیږی، دپاریټو قانون پلي کول، دنه ویلو هنر، دوخت ښه مدیریت او هره ورځ 1% یو سلنه پرمختګ کولای شي ستاسو په ژوند کې ارزښتمن بدلونونه رامنځته کړي.

که غواړی د ژوند سفر مو روان وساتی او په خپل ژوند کې مو بدلون رامنځته کړی، نو پورته شپږ کوچني عادتونه مو په درد خوړلی شي. په ژوند کې بدلون ډېر اسانه دی، یوازې ثبات، کلک هوډ او پر دغو شپږ کوچني عادتونو تمرکز مو دبریا پوړيو ته رسوي.

 

فلای دوبۍ هوايي شرکت له څه باندې دوو کلونو ځنډ وروسته یو وار بیا کابل ته الوتنې پیل کړې.

یاد شرکت واک ته د اسلامي امارت تر رسېدو وروسته خپلې الوتنې ځنډولې وې، چې نن بېرته پیل شوې.
د ریاست الوزرا له اقتصادي معاوونیت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې یاد پروازونه د دوی ټرانسپورټ او هوايي چلند په هڅو بیرته پیل شوي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، دا ډول پرازونه ښيي چې د افغانستان فضا هر ډول پرازونو ته چمتو او په هوايي ډګرونو کې ټولې اسانتیاوې موجودې دي.
په پام کې ده چې دغه شرکت به هره اوونۍ له کابل څخه نورو هېوادونو او له نورو هېوادونو څخه کابل ته دوې الوتنې کوي.
څه موده وړاندې د بلخ او سعودي عربستان د جدې ښار ترمنځ هم الوتنې بېرته پیل شوې.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت پر ایکس‌پاڼه لیکل شوي چې یاد نندارتون به اووه ورځې دوام وکړي.د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دغه نندارتون کې د ښځو د لاسي صنایعو او تولیداتو څه باندې ۸۰۰ غرفې نندارې ته اېښودل شوې دي.
صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې د دغه نندارتون د مدیریت چارې هم مېرمنو ته سپارل شوې دي.
یاد نندارتون په داسې حال کې پرانېستل کېږي چې اسلامي امارت په کور دننه له سوداګرو مېرمنو پر خپل ملاتړ ټینګار کوي او وايي چې تر اوسه یې ۱۵۰ زره متشبثو مېرمنو ته کاري جوازونه ورکړي دي.
تر دې وړاندې هم ورته نندارتونه جوړ شوي چې د لاسي صنایعو د ودې په برخه کې ګټور تمام شوي دي.

غزني کې د شپږو تاریخي ابدو د بیارغونې چارې بشپړې شوې.

د غزني د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولين وايي، چې په ياد ولايت کې د خواجه ملکیار پرنده او تاج اولیا تاریخي مقبرې، د زاړه ښار بالابین برج او د غزنویانو د دورې دوه څلي بيا ورغول شول.

له دې وړاند د غزني د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسولینو ویلي وو، چې په دې ولایت کې ۱۰ تاریخي ابدې بیارغوني ته اړتیا لري او یو شمېر یې د نړېدو له ګواښ سره مخ بللې وې.