یو شمېر افغان زده کړیالان چې مخکې په هند کې پر زده کړو بوخت وو او دمګړۍ په هېواد کې دي، د هند حکومت له لوري د ویزې پر نه تمدیدېدو نیوکې کوي.
دغه زده کړیالان وايي، چې درسونه یې نیمګړي پاتې دي او له پرلپسې هڅو سره سره نه دي توانيدلي، چې خپلې ویزې ترلاسه کړي. بل لور ته د لوړو زده وزارت علمي مرستیال د یوناما له مرستیال او د یونسکو له سرپرست سره په لیدنه کې په هند هېواد کې د افغان استادانو او زده کړیالانو د ویزو د ستونزو د حل لپاره د همکارۍ غوښتنه کړې ده.
تر دې مخکې سرپرست حکومت ویلي و ، چې له هندي چارواکو سره په اړیکو کې دي او هڅه کوي، د هند په پوهنتونونو کې د افغان زده کړیالانو ستونزو ته مناسبه حل لاره ومومي.