دوشنبه, ۱۰ غويی ۱۴۰۳

د افغانستان او پاکستان تر منځ د هوا له لارې ټرانزېټ پيلیږي

11 وری 1403 چنار راډيو

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، په راتلونکو دوو میاشتو کې به له پاکستان سره د هوا له لارې هم ترانزیټ پیل کړي.

له دغه وزارته په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې دغه هوکړه  د سوداګرۍ د سرپرست وزیر او د پاکستاني پلاوي تر منځ چې کابل ته یې سفر لاره شوې ده.

په هغه سفر کې دواړو لورو  هوکړه کړې وه، چې نور به سوداګریزې چارې له سیاسته لرې ساتي او د دواړو هېوادونو تر منځ د اپتا تړون به هم په راتلونکو دوو میاشتو کې بشپړتیايي پړاو ته ورسېږي. اعلامیه وايي، په پام کې ده چې په راتلونکو دوو میاشتو کې د دواړو خواوو تر منځ د هوا له لارې هم سوداګري پیل شي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، چې د شوې هوکړې له مخې به د دواړو هېوادونو تر منځ د هوايي ډګرونو له لارې صادراتي او وارداتي توکي ولېږدول شي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.