دوشنبه, ۱۰ غويی ۱۴۰۳

ننګرهار کې سېلابونو خلکو ته مالي زيانونه اړولي

11 وری 1403 چنار راډيو

د ننګرهار د مومندرې ولسوالۍ په دامان، هزارناو، ګردي غوث او ډکې سيمو کې سېلابونو د جلال اباد – تورخم لويې لارې ځينې برخې ویجاړې او په سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه او فصلونه يې له منځه وړي دي.

د تورخم – جلال اباد لاره چې، ځينو سيمو کې د موټر پرمخ تړل شوې د دفاع وزارت ځايي مسوولينو، د لارې پرانېستو لپاره هڅې پيل کړي دي.

د مومندرې سربېره بټي کوټ، نازيان او اچين ولسوالیو کې هم سېلابونو خلکو ته زیانونه اړولي دي.

د دغو سېلابونو له امله د اوښتو ځاني تلفاتو په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.

 

 

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.