شنبه, ۰۱ غويی ۱۴۰۳

خبرونه

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمېشنري وايي دوی د خپلو ځینو شریکانو په همکارۍ په پوهنه، روغتیا او د معیشت د فرصتونو د ملاتړ په برخه کې د ځینو اړو افغانانو ملاتړ ته دوام ورکوي. د دې ادارې د افغانستان څانګې نن په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې دوی به د سعودي عربستان د پراختیايي صندوق…
د اوسپنې پټلۍ ادارې رییس د روسیې د ريل پټلۍ ادارې له مرستيال اليا کازاکوف سره د ریل پټلۍ پر پراختيا خبرې کړې دي. د اوسپنې پټلۍ ادارې پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، اليا کازاکوف ژمنه کړې، چې د روسیې د ريل پټلۍ اداره به په ریلي برخه کې ګڼو افغان ځوانانو ته د مسلکي زده کړو زمينه برابره کړي.…
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، په راتلونکو دوو میاشتو کې به له پاکستان سره د هوا له لارې هم ترانزیټ پیل کړي. له دغه وزارته په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې دغه هوکړه د سوداګرۍ د سرپرست وزیر او د پاکستاني پلاوي تر منځ چې کابل ته یې سفر لاره شوې ده. په هغه سفر کې دواړو لورو…
د ننګرهار د مومندرې ولسوالۍ په دامان، هزارناو، ګردي غوث او ډکې سيمو کې سېلابونو د جلال اباد – تورخم لويې لارې ځينې برخې ویجاړې او په سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه او فصلونه يې له منځه وړي دي. د تورخم – جلال اباد لاره چې، ځينو سيمو کې د موټر پرمخ تړل شوې د دفاع وزارت ځايي مسوولينو، د لارې…
په نورستان ولایت کې د مصنوعي ځنګلونو او څړ ځایونو د جوړولو هڅې پيل شوې دي. د دغه ولایت اوسېدونکي وايي، د «اېف اې او» مرستندویه ادارې په فروش سیمه کې د مصنوعي ځنګلونو او څړ ځایونو د جوړولو چارې پيل کړي، چې په همدې موخه یې په دغه سیمه کې د اوبو دوه بندونه هم جوړ کړي. د نورستان…
یو شمېر افغان زده کړیالان چې مخکې په هند کې پر زده کړو بوخت وو او دمګړۍ په هېواد کې دي، د هند حکومت له لوري د ویزې پر نه تمدیدېدو نیوکې کوي. دغه زده کړیالان وايي، چې درسونه یې نیمګړي پاتې دي او له پرلپسې هڅو سره سره نه دي توانيدلي، چې خپلې ویزې ترلاسه کړي. بل لور ته…
د کورنیو چارو وزارت د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت وایي، تر دې دمه یې له کابل ښاره تر ۴۹ زره ډېر سوالګر ټول کړي دي. د دغه معینیت یوه چارواکي حسیب الله احمدي ویلي، چې تر دې دمه یې شاوخوا ۴۹۶۴۱ سوالګر ټول کړي. هغه ویلي، چې د دغو سوالګرو له ډلې ۱۴۹۳۲ یې ښځینه، ۲۲۷۲۵ یې…
 ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې د ځنګلونو نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه خپره کړې ویډيو کې ویلي، په افغانستان کې تېرو ۴۰ کلونو جګړو او نه پاملرنې د دغه هېواد پر ځنګلونو ډېرې بدې اغېزې کړې دي. یادې ادارې پرون په یوه خپره کړې معلوماتي ویډیو کې ویلي، افغانستان ۱ اعشاریه ۷۸ میلیونه هکټاره ځنګلونه او ځنګلي…
د اقتصاد وزارت د معلوماتو له مخې، په ۱۴۰۲ کال کې له ۱۷۷ پروژو د ۱۳ مېلیارد افغانیو په ارزښت ۱۱۴ پروژې پلې شوي او هڅه کوي، چې د بېخ بنایي پروژو په پېلولو سره د بېوزلۍ کچه راټيټه کړي. په دغه کال کې د ملي تدارکاتو کمېسیون له لوري د څه باندې ۶۰ مېلیارد افغانیو په ارزښت څه باندې…
د پاکستان لنډمهالي حکومت د تېر ۱۴۰۲ کال په لړم میاشت کې د افغان کډوال د را ایستلو پرېکړه وکړه او تر دې دمه له ۵۰۰ زره ډېر افغان کډوال له پاکستانه را ایستل شوي دي. د پاکستان نوي حکومت هم د افغان کډوالو پر وړاندې د یاد هېواد د لنډمهالي حکومت پالیسۍ ته دوام ورکړی او د افغان کډوالو…
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف ویلي چې ټاکل شوې د اروپايي ټولنې په همکارۍ په افغانستان کې ۳۸۵ دولتي ښوونځي جوړ او ۲۰۰ زره افغان ماشومانو ته د زده‌کړو اسانتیاوې برابرې کړي. یونیسف نن پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي چې د دغو ښوونځیو د جوړولو تر څنګ به افغان ماشومانو ته د…