دوشنبه, ۱۰ غويی ۱۴۰۳

روسیه: د هرات – بولدک او افغان ټرانس پروژو کې همکاري کوو

11 وری 1403 چنار راډيو

د اوسپنې پټلۍ ادارې رییس د روسیې د ريل پټلۍ ادارې له مرستيال اليا کازاکوف سره د ریل پټلۍ پر پراختيا خبرې کړې دي.

د اوسپنې پټلۍ ادارې پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، اليا کازاکوف ژمنه کړې، چې د روسیې د ريل پټلۍ اداره به په ریلي برخه کې ګڼو افغان ځوانانو ته د مسلکي زده کړو زمينه برابره کړي.

نوموړي ویلي، چې د روسیې د ريل پټلۍ اداره په هرات – بولدک او افغان ټرانس ریلي پروژو کې هم هر ډول همکارۍ ته چمتو ده.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.