پنجشنبه, ۰۶ غويی ۱۴۰۳

زمونږ په اړه

01 چنګاښ 1396 چنار راډیو

چنار راډيو یوه ازاده او خپلواکه راډیو ده چې د افغانستان د اساسي قانون، د رسنیو قانون او نورو نافذه قوانیو په رڼا کې خپرونې کوي.

چنار راډيو په ۲۰۱۲ کال د لیکوال، ژورنالېست او د سیاسي چارو ماسټر محمد غفور مهیدي له خوا تاسیس شوه چې د همدې کال د اکتوبر میاشتې په ۲۵ نېټه خپلې ازمایښتې خپرونې پیل کړې چې د شاوخوا ۴ میاشتو ازمایښتې خپرونو وروسته یې د ۲۰۱۳ کال د فبرورۍ میاشتې په ۱۷ نېټه خپلې رسمي خپرونې د یوې لویې راټولېدنې په ترڅ کې پیل کړې.

چنار راډیو فعلآ د ۳۶ په شاوخوا کې دیني،اقتصادي،فرهنګي، کلتوري،ادبي،تفریحي، سپورټي،ښوونیزې،روغتیايي او سیاسي خپرونې لري چې د یوې اوونۍ اوږدو کې د مهالوېش سره سمې نشر ته سپارل کیږي.

چنار راډیو په شپه او ورځ کې ۱۹ ساعته رسمي خپرونې لري چې د سهار له ۵ بجو څخه د شپې تر ۱۲ بجو پورې په پرلپسې ډول خپریږي.

چنار راډیو فعلآ ۱۰ تنه رسمي نشراتي او ۴ تنه رسمي تخنیکي همکاران لري چې د اداري جوړښت په سر کې یې د راډیو چارې د رئیس په غاړه دي.

د نشراتي او تخنیکي مدیرانو ترڅنګ د خبري ساعت مدیر هم لري چې په دوه منځنیو خبري ساعتونو سربېره چې د نړۍ، سیمې او افغانستان حالات پکې څېړل کیږي د هر ساعت په پیل کې د نړۍ او افغانستان د خبرونو څخه هم اوریدونکي خبر ساتي.

چنار راډیو د تاسیس له کال څخه ۳ میاشتې وروسته کله چې په مالي برخه کې یې د پام وړ پرمختګونه وکړل، ددې لپاره چې په نړۍ کې افغانان خوښ وساتي، په ټوله نړۍ کې د خپرونو د اورېدو لپاره یې د وېب سایټ ادرس پرانېسته چې اوسمهال د راډیو څخه ټولې خپریدونکي خپرونې په وېب پاڼه کې هم د نړۍ په هر ګوټ کې اورېدل کیږي چې ادرس یې دی: www.cheenarradio.com

د ۲۰۱۴ کال د اګست په میاشت کې په بهر کې دمېشتو افغانانو د بار بار غوښتنو پر بناء مو په خوست کې په لومړۍ ځل خپله انټرنېټي راډیو پرانېسته چې د راډیو څخه ټولې خپریدونکې ژوندۍ خپرونه ددغه انټرنېټي راډيو له لارې په صاف ډول اورېدل کیږي.

همدارنګه تاسې کولای شئ چې د سامسنګ د پلې سټور او د ایفون د اپ سټور له لارې زمونږ ځانګړی اپلېکېشن ډونلوډ کړئ او په اسانه طریقه زمونږ ژوندۍ خپرونې واورئ.

که غواړئ چې له پلې سټور او اپ سټور څخه ځانګړی اپلېکېشن ډونلوډ کړئ، نو صرف ورته ولیکئ :                  Cheenar Radio life  دستي به د چنار راډیو د لوګو لرونکی اپلېکېشن درته خلاص کړي له ډونلوډ وروسته یې خلاص کړئ او زمونږ ژوندي نشرات واورئ.

چنار راډيو د خپلو اورېدونکو د خوښ ساتلو په موخه په سکایپ، فېسبوک او ټوېټر ټولنیزو شبکو کې هم اکاونټونه لري چې په بهر کې مېشت افغانان له دې لارې د چنار راډیو په بېلابېلو ژوندیو خپرونو کې برخه اخلي.

 

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(3 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.