پنجشنبه, ۲۰ غويی ۱۴۰۳
Super User

Super User

د نورم او سټنډرډ ملي ادارې ویلي چې پرون ناوخته یې ایران ته د تېلو ۱۴ ټیټ کیفیت لرونکي ټانکرونه بېرته ګرځولي دي.

د افغانستان د نورم او سټنډرډ ادارې د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې یاد ټانکر یې له فراه څخه ایران ته مسترد کړي دي.
د نورم او ستندرد ملي ادارې ټینګار کړی چې هېواد ته د ټیټ کیفیت تېلو د واردولو مخنیوي په هدف یې خپلې هڅې ګړندۍ کړې دي.
یاده دې وي چې نن هم یو واګون بې‌کیفیته تېل بیرته ایران ته مسترد شوي دي.

 

د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني وایي چې د نجونو زده کړې د ټولنې اړتیا ده چې له شرايطو سره سم به دغه ستونزه هواره شي.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست وزیر سراج الدین حقاني د اسلامي همکاريو سازمان له پلاوي سره په کتنه کې ویلي، افغانستان د هرې ورځې په تېرېدو د پرمختګ لوري ته ګامونه پورته کوي او تعلیم د مسلمانانو شريکه اړتيا ده .

په دې لیدنه کې د اسلامي همکاريو سازمان پلاوي ویلي، تعلیم د نارینه او ښځینه وو ګډ حق دی او د دیني تعلیم ترڅنګ عصري زده کړې د ټولنې پرمختګ ته لار هواروي.

خو حقاني زیاته کړې چې د نجونو زده کړې د افغاني ټولنې اړتیا ده چې له شرایطو سره سم به دغه ستونزه هواره شي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ ښوونځي وتړل شول  او تېر کال بیا  د دوی پر مخ د پوهنتونونو دروازې هم وتړل شوې، خو ویلي یې دي چې دغه پرېکړه دایمي نه ده او هڅې روانې دي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې ورته حل‌لاره پیدا شي.

 

 

 

د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام یا «یو.این.ډي.پي» ویلي چې د افغان سوداګرو مېرمنو د لاسنیوي په هدف یې خپلې هڅې پیل کړې دي.

د دې ادارې پر ټوېټرپاڼه لیکل شوي چې ۲۵ تنه سوداګرې مېرمنې یې په یوه روزنیز کورس کې شاملې کړې چې په دې برخه کې اړوند مهارتونه زده کړي.
یادې ادارې ویلي چې په درې ورځني روزنیز کورس کې ګډونوالو ته د انلاین تبلیغاتو، د خپلو محصولاتو د برنډ کولو او د انټرنېټ له لارې د دغو توکو د پلور په اړه روزنه ورکول کېږي.
په سوداګریزو چارو کې دغو ښځو ته روزنه داسې مهال ورکول کېږي چې په هېواد کې ډېر شمېر مېرمنو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبد الغني برادر د ایران له ځانګړي استازي او سفیر «حسن کاظمي قمي» سره په کتنه کې ویلي، هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسووهنه وکړي.

د اقتصادي معاونیت په اعلامیه کې راغلي، په دې کتنه کې پر سیاسي، اقتصادي او د دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې پر همکارۍ خبرې وشوې.
اعلامیه زیاتوي چې ملا عبدالغني برادر ایراني لوري ته ویلي چې افغانستان د هېڅ هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي او نه چا ته اجازه ورکوي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې یې لاسوهنه وکړي.
نوموړي زیاته کړې چې د سیمې او له ګاونډیو هېوادونو سره د اسلامي امارت اړیکې پياوړې شوې او په کار ده چې ګاونډي هېوادونه هېچا ته دا فرصت ور نه کړي چې دې اړیکو ته زیان ورسېږي.
په اعلامیه کې د قومي له قوله ویل شوي چې هېواد یې د دوه اړخیزه سیاسي او اقتصادي ګټو خوندي کولو لپاره هڅې کړې دي..

د مځکی په مرګ علم او دین دواړه باور لري.

د بشر په تاریخ کې چې کوم دینونه راغلي، کابو ټولو د مځکي د پای وړاندوینه کړي. خو د دوی وړاندوینې مختلفې وې. مسحیت، اسلام او یهودیت هم په دې اړه خپلې وړاندوینې کړي دي.

اسلام د ځمکي د پای یادونه کړي او په قرآن کې دې ته اشاره شوي، د دې دنیا هر څه زوال لري، د محشر د ورځي په راتګ سره به په ځمکه کې د تودوخې درجه نهایت لوړه شي او یو غر به له بل غره سره ټکر وکړي.

خو علم هم په دې باور لري چې ځیني ګواښونه هره شېبه د ځمکي د مرګ لامل کېدای شي. دا له واقعیت څخه لرې نه ده چې د دې طبیعي پېښو له امله به زموږ وړه سیاره ځمکه یوه ورځ له منځه ولاړ شي او یا به هم په دې وړه سیاره کې د اقلیمي شرایطو د تغیر له امله ژوند پای ومومي.

هغه ګواښونه چې ځمکي ته متوجه دي او د ځمکي د مرګ لامل کېدای شي: هره شیبه له ځمکي سره د یوې بلې ډبرې د ټکر ګواښ موجود دی. په کال ۲۰۲۰ م کې هم د یوې ډبرې اټکل شوی و، چې کېدای شي له ځمکي سره ټکر وکړي. همدارنګه له دې وړاندي هم څو ځله د دې کار وړاندوینه شوي، خو تر اوسه پورې دا ډول پېښه نده رامنځته شوي.

ځیني وړانګي او سوپرنواونو انفجار هم د دې لامل کېدای شي، چې د ځمکي بقا له ګواښ سره مخ کړي او په دې سیاره کې ژوند ته د پای ټکی کېږدي. همدارنګه په یو میلیارد کلونو کې د دې اټکل شوی، چې د لمر د تودوخې اندازه ۶ سلنه نوره هم ډېریږي.

دا کار به د دې لامل شي تر څو په ځمکه کې نور د ژوند شرایط ختم شي او په ځمکه کې ژوند ته د پای ټکی کېښودل شي. د هغه ترڅنګ وړاندوینه شوي چې په راتلونکو ۶ میلیارده کلونو کې به ځمکه د ډېري تودوخي له امله وسوځي او په اېرو به بدله شي.

د بواسیر عوامل څه دي؟

 

بواسیر بیلابیل علتونه لري چې دلته یې یادونه کیږي.

حامله توب

اکثره اومیندوارې ښځې په بواسیر اخته کیږي ځکه چې د رحم یا زیلانځ د رګونو غټېدا د کولمو پر رګونو فشار راوړي او د رګونو د پړسیدو سبب کېږي.

د عمر زیاتېدا

بواسیر د هغو کسانو په منځ کې ډېر لیدل کېږي چې عمر یې د ۴۵ او ۶۵ کلونو ترمنځ وي؛ خو د دې معنا خامخا دا نه ده چې زلمکي او ماشومان پرې قطعاً نه اخته کیږي.

نس ناستی/ اسهال

سخت او پر له پسې اسهالونه هم د بواسیر سبب کېږي.

قبضیت

قبضیت د دې سبب کېږي چې د فاضله موادو د دفع کولو په مهال انسان زور ووهي. دا کار د وینو د رګونو پر دېوال فشار راوړي.

تر اندازې زیاته ناسته

که د ډېر وخت لپاره ځای پر ځای ناست پاتې شئ، بواسیر کېدای شئ.

د درنو شیانو پورته کول

که پر له پسې درانه شیان پورته کوئ، د بواسیر کېدو چانس مو ډیریږي. ډیر ځلي هغه کسان چې په نورو عواملو یې بواسیر پیدا شوي وي، د زیات وزن له پورته کېدو سره زیاتیږي.

معقدي جنسي اړیکې

معقدي جنسی اړیکې د بواسیر سبب کېدای شی، یا لږترلږه هغه څوک چې په نورو عواملو څه نا څه په بواسیرو اخته وي، ناروغي یې نوره هم زیاتیږي.

چاغښت

ډیر چاغښت او خوړو ته نه پام د بواسیرو سبب کېږي.

جنیټیک

ځینې کسان په ارثي یا جنیټیکي ډول د بواسیر کېدو چانس لري.

سرچینه: Mayo Clicnic

 

په خوست کې د تڼیو او ګربزو ولسوالیو ترمنځ نښلونکې لویه لاره چې په دې وروستیو کې کنډ و کپر شوې وه، د سیمې د خلکو له لوري یې په شخصي لګښت د اشر په بڼه د جغل اچونې چارې پیل شوې

دوه تنه د اشر ګډونوال محمد داود او حمید وايي، د یاد سړک د جوړېدو لپاره یې د چندې په ډول پیسې راټولې کړې او په وینا یې چې د دواړو ولسوالیو خلکو لپاره دغه سړک خورا مهم دی:

د سیمې یو تن اوسیدونکی اسلامیار ځدارڼ وايي، په دې وروستیو کې د سړک د خرابوالي له کبله خلکو ته د تګ راتګ پر وخت ګڼې ستونزې جوړې شوې وې چې په جوړېدو سره به یې دوی ته اسانتیاوې رامنځته شي.

ځدارڼ وايي، حکومت او اړونده ادارې دې  سړک په اساسي ‌ډول جوړ کړي چې د بیا ویجاړېدو مخه یې نیول شوې وي.

بل لورته د خوست د ټولګټو چارو ریاست رییس مولوي احمد د دغه اشر کارونه ستايي او د سړک په جوړولو کې د هر ډول ماشینونو د ورکړې او همکاریو ډاډ ورکوي:

د یادولو ده چې په خوست کې ډېر کله عامه ځایونه او تاسیسات له ویجاړیدو وروسته  د حکومت د نه پاملرنې په صورت کې خلک او ولسونه د اشر یا د پګړې له لاړې جوړوي.

 

په بغلان کې د یوې ترافیکې پېښې له امله شپږ تنه مړه شوي او څلور نور ټپيان دي.

 د بغلان د امنیې قومندانۍ د امنیت امر عبدالغیور خادم وايي، چې تېره شپه شاوخوا اته بجې د اندراب ولسوالۍ اړوند سیمه کې د یو موټر د چپه کېدو له امله شپږ تنه مړه شوي او څلور نور ټپیان دي.

 د خادم په وینا دغه کسان د کندز ولایت د یوې کورنۍ غړي وو.

د لویو لارو خرابوالی، د موټر چلوونکو بې‌احتیاطي، قوانینو او خوندیتوب ته نه پاملرنه او آڼ د نشې په حالت کې موټر چلول ځینې هغه څه دي چې په افغانستان کې یې خلک د ترافیکو پې‍ښ‍و او مرګ ژوبلې د ډېروالي ځینې لاملونه ګڼي.

په اوکراین کې د روزنیز ماموریت پر مهال د دوه الوتکو د ټکر له کبله درې پیلوټان وژل شوي دي

د اوکراین جمهور رییس ولادمیر زیلنسکي پر خپله فیسبوک پاڼه په یوه خپره کړې ویډیو کې ویلي چې دا پېښه تېره ورځ د ژیتومیر سیمې پر فضا رامنځته شوې.

د هغه په خبره په پېښه کې د « اندري پیلشکوپ» په نوم د دوی یو مهم افسر هم وژل شوی دی.

نوموړي که څه هم په دې اړه نور وضاحت نه دی ورکړی، خو ویلي یې دي، چې د پېښې په اړه څېړنې روانې دي.

په ورته مهال رویټرز خبري اژانس لیکلي چې یاده پېښه تېره ورځ سهار د دوه L-39  الوتکو د ټکر له کبله رامنځته شوې.

تېره ورځ د یاد وزارت سرپرست وزیر محمد خالد حنفي په بامیانو کې یوې غونډې ته ویلي چې په تېرو دوه کلونو کې مېرمنو د دوی له لوري ټاکل شوي اصول نه دي عملي کړي، نو ځکه یې پر دې اقدام لاس پورې کړ.

نوموړي ویلي، تر هغې به بند امیر ته د مېرمنو پر ورتګ بندیز لګېدلی وي، ترڅو دوی ورته یو ځانګړي اصول نه وي ټاکلي.

حنفي پر سیمه‌ییزو چارواکو ټینګار کړی چې یاد امر عملي کړي.

دا په داسې حال کې ده چې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته پر مېرمنو  د کار او زده کړو ترڅنګ یو شمېر نور بندیزونه هم لګېدلي دي.