د نورم او سټنډرډ ملي ادارې ویلي چې پرون ناوخته یې ایران ته د تېلو ۱۴ ټیټ کیفیت لرونکي ټانکرونه بېرته ګرځولي دي.
د افغانستان د نورم او سټنډرډ ادارې د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې یاد ټانکر یې له فراه څخه ایران ته مسترد کړي دي.
د نورم او ستندرد ملي ادارې ټینګار کړی چې هېواد ته د ټیټ کیفیت تېلو د واردولو مخنیوي په هدف یې خپلې هڅې ګړندۍ کړې دي.
یاده دې وي چې نن هم یو واګون بېکیفیته تېل بیرته ایران ته مسترد شوي دي.