د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام یا «یو.این.ډي.پي» ویلي چې د افغان سوداګرو مېرمنو د لاسنیوي په هدف یې خپلې هڅې پیل کړې دي.
د دې ادارې پر ټوېټرپاڼه لیکل شوي چې ۲۵ تنه سوداګرې مېرمنې یې په یوه روزنیز کورس کې شاملې کړې چې په دې برخه کې اړوند مهارتونه زده کړي.
یادې ادارې ویلي چې په درې ورځني روزنیز کورس کې ګډونوالو ته د انلاین تبلیغاتو، د خپلو محصولاتو د برنډ کولو او د انټرنېټ له لارې د دغو توکو د پلور په اړه روزنه ورکول کېږي.
په سوداګریزو چارو کې دغو ښځو ته روزنه داسې مهال ورکول کېږي چې په هېواد کې ډېر شمېر مېرمنو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.