د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني وایي چې د نجونو زده کړې د ټولنې اړتیا ده چې له شرايطو سره سم به دغه ستونزه هواره شي.
له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست وزیر سراج الدین حقاني د اسلامي همکاريو سازمان له پلاوي سره په کتنه کې ویلي، افغانستان د هرې ورځې په تېرېدو د پرمختګ لوري ته ګامونه پورته کوي او تعلیم د مسلمانانو شريکه اړتيا ده .
په دې لیدنه کې د اسلامي همکاريو سازمان پلاوي ویلي، تعلیم د نارینه او ښځینه وو ګډ حق دی او د دیني تعلیم ترڅنګ عصري زده کړې د ټولنې پرمختګ ته لار هواروي.
خو حقاني زیاته کړې چې د نجونو زده کړې د افغاني ټولنې اړتیا ده چې له شرایطو سره سم به دغه ستونزه هواره شي.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ ښوونځي وتړل شول او تېر کال بیا د دوی پر مخ د پوهنتونونو دروازې هم وتړل شوې، خو ویلي یې دي چې دغه پرېکړه دایمي نه ده او هڅې روانې دي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې ورته حللاره پیدا شي.