چهارشنبه, ۱۹ غويی ۱۴۰۳
Super User

Super User

د قطر هېواد لومړي وزیر ویلي، تر هغه چې په افغانستان کې منځلاری دولت جوړ نه شي او ښځې په کې د وزیرې، رییسې، سفیرې او رهبرې په توګه ونه منل شي، د نړیوالې ټولنې برخه کېدل یې ناشوني دي.

محمد بن عبدالرحمن ال ثاني له امریکایي رسنۍ «سي.ان.ان» سره په مرکه کې د اسلامي امارت له مشر شیخ هبت الله اخندزاده سره د خپلې لیدنې جزیات شریک کړي دي.
نوموړي ویلي چې له هغه سره په لیدنه کې یې قطر هېواد د بېلګې په توګه یاد کړی چې ښځې او سړي په ټولو ټولنیزو چارو کې برابر رول لري.
د ده په وینا، تر دې لیدنې او خبرو اترو وروسته د اسلامي امارت مشرانو د نرمښت په منلو سره په ځینو برخو کې د مېرمنو له کار کړلو سره رضایت وښود چې ښځې دې په ادارو او غیر دولتي سازمانونو کې کار وکړي.
هغه همدارنګه ویلي چې له شیخ هبت الله اخندزاده سره یې د اسلامي هېوادونو پر سیاستونو خبرې کړې دي.
محمد بن عبدالرحمن ال ثاني له یاد ټلویزیون سره په مرکه کې ټینګار کړی چې د اسلامي هېوادونو دیني عالمان دې د اسلامي امارت له مشرانو سره اړیکه ونیسي او خبرې دې ورسره وکړي.
دقطر هېواد لومړی وزیر په تېره مې میاشت کې کندهار ته راغلی او د اسلامي امارت له مشر سره یې کتلي وو.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې «روزا اتونبایووا» د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره په کتنه کې ویلي چې راتلونکې اوونۍ به د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د افغانستان پر وضعیت بحث وشي.

د یوناما پر ایکس یعني ټوېټرپاڼه لیکل شوي چې دا ناسته د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د راتلونکې اوونۍ د غونډې په درشل کې د پراخو سلا مشورو په چوکاټ کې شوې.
اعلامیه زیاتوي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا به راتلونکې اوونۍ د افغانستان د وضعیت په اړه غونډه ولري.
یوناما زیاته کړې چې ملګري ملتونه د رغنده تعامل لپاره پر ژمنو ولاړ دي او غواړي دا ډاډمنه کړي چې د ټولو افغانانو غږونه واورېدل شي.
دا په داسې حال کې ده چې اسلامي امارت تل ویلي چې له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي او پکار ده چې نړۍ هم په دې برخه کې تعامل ته را وړاندې شي.

په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو له دوام سره هم مهاله د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د پاکستان پر حکومت غږ کړی چې سملاسي د افغانانو د نیولو بهیر ودروي.

په اسلام اباد کې د دې ادارې ویاند «قیصر افریدي» له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې دا اداره له چارواکو څخه غواړي چې په پاکستان کې له افغان کډوالو سره خپل چلند نرم کړي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د معلومات له مخې، په پاکستان کې درې اعشاریه اووه میلیونه افغانان مېشت دي.
بلخوا، د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني پرون ناوخته د اسیا او اقیانوس سیمې د دفتر له رییس «ایندریکا راتواته» سره په پاکستان، ایران او نورو هېوادونو کې د افغان کډوالو پر وضعیت خبرې کړې دي.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې لیکل شوي چې ایندریکا راتواته به ډېر ژر پاکستان ته سفر وکړي او له پاکستاني چارواکو سره به د افغان کډوالو د اسنادو پر تمدید او د بې اسنادو کډوالو پر وضعیت خبرې وکړي.

د ازبکستان جمهور رییس د ملګرو ملتونو کلنۍ غونډې ته په وینا کې ویلي، په اوسنیو شرایطو کې د افغانستان یوازې پرېښودل لویه تېروتنه ده.

«شوکت میرزایف» تېره شپه په نیویارک کې د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په وینا کې د افغانستان د ستونزو په اړه ویلي چې د ستونزو حل د نړیوالې ټولنې جدي پاملرنې ته اړتیا لري.
د هغه په وینا، په افغانستان کې هر ډول نا امني به د نړۍ پر امنیت مستقیم اغېز وکړي.
نوموړي زیاته کړې چې په افغانستان کې شاوخوا ٣٠ ميليونه وګړي د ملګرو ملتونو جدي مرستو ته اړتيا لري.
تر دې وړاندې د ډېرو نورو هېوادونو مشرانو هم د افغانستان او نړۍ تر منځ پر تعامل ټینګار کړی.

د کندهار د سوداګرۍ او پانګونو خونو چارواکي وایي، د یوې میاشتې په موده کې له دغه ولایت څخه پاکستان او هند ته د څه باندې ۱۶ میلیون ډالرو په ارزښت انځر صادر شوي دي.

باختر دولتي خبري اژانس د یادې خونې د چارواکو په حواله سره ویلي چې سږ کال د کندهار د انځرو حاصلات ۱۵۰ زره مټریک ټنه اټکل شوي چې د تېرکال پرتله لس فیصده زیاتوالی ښيي.
د یادولو ده چې څو ورځې وړاندې په پاکستان کې پر انځرو بار د افغان سوداګرو یوې لارۍ موټر ته اور ورته شوی و.
دغه انځر د پاکستان له لارې هند ته وړل کېدل.
په دې وروستیو کې ګاونډیو هېوادونو ته د افغانستان د بېلابېلو خوراکي توکو، مېوو او نورو غیر خوراکي توکو صادرات ډېر شوي دي.

روسیې په افغانستان کې د اوکراین په پرتله له افغانستان سره د ملګرو ملتونو د مرستو په کمولو سخته نیوکه کړې ده.

په ملګرو ملتونو کې د روسیې دایمي استازي «واسیلي نیبنزیا» ویلي چې اوکراین سږ کال یوازې له ملګرو ملتونو څخه ۱.۸۳ میلیارده ډالره بشري مرستې ترلاسه کړې چې دا له افغانستان سر د یاد سازمان د شویو مرستو په پرتله یو میلیارد ډالر زیاتوالی ښیي.
د ټاس خبري آژانس د خبر له مخې، نیبنزیا د عامه او خصوصي بشري مشارکت د پرمختګ تر سرلیک لاندې د امنیت شورا په غونډه کې ویلي چې دغه اندازه د افغانستان له عامو خلکو سره د شویو بشري مرستو په پرتله یو میلیارد ډالر توپیر لري.
اوسمهال په افغانستان کې څه باندې ۲۹ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري او د خوړو د نړیوال سازمان په ګډون یو شمېر نورو نړیوالو سازمانونو له افغانستان سره خپلې مرستې د بودجې د کمښت له کبله کمې کړې دي.

 

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي، د افغانستان په ګډون په نړۍ کې ۷۰۰ میلیونه خلک له لوږې سره مخ دي.

یادې ادارې ویلي، په نړۍ کې د خوړو لپاره اړتیا داسې مهال زیاته شوې چې د بشري مرستو لپاره بودجه په کمېدو ده.
د خوړو نړیوال پروګرام اجراییه رییسې «سینډي مککین» د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته ویلي، د بودجې د کموالي له کبله دغه اداره اړه شوې چې له میلیونونو کسانو سره د خوړو مرستې بندې کړي او دا لړۍ لا هم روانه ده.
یاد پروګرام پر ټوېټر پاڼه لیکلي، د بودجې د کموالي له کبله په افغانستان کې بشري مرستو ته له اړو ۱۳ میلیونه وګړو څخه دوی یوازې له درې میلیونه کسانو سره مرسته کوي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د خوړو نړیوال پروګرام ویلي وو ، په بېړنۍ توګه یو میلیارد ډالرو ته اړتیا لري چې په افغانستان کې خپلو بشري فعالیتونو ته دوام ورکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د یاد وزارت سرپرست وزیر امیرخان متقي د مسکو فارمټ په پنځمه ناسته کې ګډون کوي.

 بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیاءاحمد تکل له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې امیرخان متقي ته په یاده ناسته کې د ګډون بلنه ورکړل شوې او د افغانستان د دولت له خوا منل شوې ده.
ټاکل شوې چې دا ناسته د سپټمبر میاشتې پر ۲۹مه د روسیې په کازان ښار کې ترسره شي.
په اعلامیه کې راغلي چې په دې ناسته کې د افغانستان او سیمې پر حالاتو او د بیارغونې د پروژو پر جلب او پلي هم خبرې کېږي.

د ناروې د کډالو شورا مشر وايي، افغانان تر بل هر وخت زیات د نړیوالو ملاتړ ته اړتیا لري

یان ایګلنډ تېره ورځ پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې افغانستان سره بېړنۍ مرستې په اوږد مهال کې د دوی ستونزه نه شي هوارولی او په کار ده چې مرسته کوونکي بنسټونه په پراختیايي برخو کې هم پانګونه وکړي.

نوموړي ویلي، چې د ښځینه همکارانو په ګډون یې افغانانو ته مستقیمې مرستې رسولې؛ خو په خبره یې اوس مهال وضعیت تر بل هر وخت سخت شوی دی.

د ایګلنډ په خبره، مرستندویه ډلې په زیاته اندازه کمې شوې او په کار ده چې له دې ناوړه بشري وضعیت سره د مبارزې لپاره بهرني ډیپلوماتان کابل ته راوګرځي.

هغه دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې، اوس مهال شاوخوا دېرش میلیونه افغانان مرستو ته اړتیا لري.

د لوړو زده کړو وزارت له مالیې وزارت سره یوه هوکړه لاسلیک کړې چې پر اساس به یې د هېواد د پوهنتونونو د فارغانو تحصیلي اسناد په هېواد کې دننه چاپېږي.

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر شیخ ندا محمد ندیم د دغه تفاهم لیک د لاسلیک په مراسمو کې ویلي چې تر دې وړاندې د لوړو زده کړو وزارت اړوند تحصیلي اسناد په جرمني کې چاپېدل چې هم یې ډېر وخت غوښت او هم یې مصرف زیات و.
هغه زیاته کړې چې تر دې وروسته به د پوهنتونونو د فارغانو تحصیلي اسناد د مالیې وزارت په مطبعه کې چاپېږي.
د مالیې وزارت سرپرست ملا محمد ناصر اخند ویلي چې په کور د ننه د دغو اسنادو چاپېدل به د محصلینو لپاره د لازمو اسانتیاوو رامنځته کولو ترڅنګ د دولت په عوایدو کې زیاتوالی راولي.
نوموړي ډاډ ورکړی چې دغه تحصیلي اسناد به د تېر په پرتله په ښه کیفیت چاپ شي.