د ازبکستان جمهور رییس د ملګرو ملتونو کلنۍ غونډې ته په وینا کې ویلي، په اوسنیو شرایطو کې د افغانستان یوازې پرېښودل لویه تېروتنه ده.
«شوکت میرزایف» تېره شپه په نیویارک کې د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په وینا کې د افغانستان د ستونزو په اړه ویلي چې د ستونزو حل د نړیوالې ټولنې جدي پاملرنې ته اړتیا لري.
د هغه په وینا، په افغانستان کې هر ډول نا امني به د نړۍ پر امنیت مستقیم اغېز وکړي.
نوموړي زیاته کړې چې په افغانستان کې شاوخوا ٣٠ ميليونه وګړي د ملګرو ملتونو جدي مرستو ته اړتيا لري.
تر دې وړاندې د ډېرو نورو هېوادونو مشرانو هم د افغانستان او نړۍ تر منځ پر تعامل ټینګار کړی.