چهارشنبه, ۱۹ غويی ۱۴۰۳
Super User

Super User

د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو ایچ او) وایي، چې که د خوارځواکۍ د مخنوي لپاره په افغانستان کې لازمه بودیجه ترلاسه نه کړي ۸۷۵ زره ماشومان به له سختې خوارځواکۍ سره مخامخ شي.
 د روغتیا نړیوال سازمان دغه راز ویلي، چې په دې هېواد کې په زرګونو ماشومان او د هغوی کورنۍ هره ورځ د خپلو لومړنیو اړتیاوو په پوره کولو کې له ستونزو سره مخ دي او ژوند په سختۍ تېروي.

 

د خاکسار خپلوانو تایید کړې، چې نوموړی نن سهار د ورپېښې ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

عبدالاحمد خاکسار په ۱۳۳۴ هجري لمریز کال کې زیږیدلی او په څه باندې څلویښت کلن ژوند کې یې له پنځوسو څخه په ډېرو ډارمو او فلمونو کې کار کړی دی.

د عبدالاحمد خاکسار لومړۍ ډرامه “هو او نه” په ١٣٦١ لمريز کال کې له ملي ټلوېزيون څخه خپره شوه.

خاکسار فارسي ادبیات لوستي و او د عبدالهادي داوي په ښوونځي کې یې د ښوونکي په توګه هم کار کړی و.

ازبکستان وایي چې له افغانستان سره د ریل ګاډي له لارې اتصال کولای شي چې دغه هېواد له جنوبي اسیا سره د یوې خوندې اقتصادي لارې په توګه ونښلوي

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف په افغانستان کې د ریل لارې د جوړېدو پر اهمیت ټینګار کړی.
د ازبکستان د رسنیو د راپور له مخې د دغه هېواد ولسمشر له پانګوالو سره په یوه غونډه کې د افغانستان په خاوره کې ریل لاره د خپل هیواد لپاره ګټوره بللې او ویلي یې دي، که دا لار جوړه شي له جنوبي اسیا سره به د ازبکستان د وصلېدو لپاره به اقتصادي او خوندي لار وي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د ازبکستان، پاکستان او افغانستان استازو تېره میاشت په اسلام اباد کې له مزارشریف څخه تر پاکستان پورې د ریل لارې پر جوړولو موافقه وکړه.


د جاپان دیپلومات ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې لیکلي، چې د افغانستان سرپرست حکومت بریالی شوی چې د افغانستان اقتصاد په خپلو پښو درېدلی وساتي.
یادې ورځپاڼې لیکلي، چې هېڅ وسله وال یا سیاسي مخالف د کورني یا بهرني ملاتړ سره د سرپرست حکومت پر وړاندې د مقابلې لپاره شتون نه لري.
ورځپاڼې څرګنده کړې، چې د افغانستان سرپرست حکومت د سیمې له هېوادونو سره په تعامل کې ثابت موقعیت لري او له دغو هېوادونو سره په همغږۍ کې په دې بریالی شوی چې د افغانستان اقتصاد په خپلو پښو درېدلی وساتي او د مخالفو  وسله والو ډلو په ځپلو سره یې د هېواد داخي امنیت ښه کړي او هم یې له فساد سره د مبارزې، نشه یي توکو د کښت او تولید په مخنیوی کې اغېزناکه مبارزه کړې ده
. دیپلومات ورځپاڼې ویلي؛ سرپرست حکومت په رسمیت پېژندل خپل حق بولي او د چین او روسیې په څېر له ځواکمنو هېوادونو سره د اړیکو ټینګېدل داسې ښیي چې نړۍ له دغه نظام سره د تعامل په لټه کې ده.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستاني لیکوال او په واشنګټن کې د ملي دفاع پوهنتون استاد «حسن عباس» وروستي کتاب ته په غبرګون کې لیکلي چې نوموړی د کوم استخباراتي ارګان ګمارل شوی کس دی.
د حسن عباس د «طالبانو بیا راتګ» په نوم کتاب لیکلی چې په کې راغلي، اسلامي امارت خپلواکي نه لري او کړنې یې د کوم بل هېواد د استخباراتو او نظامي چارواکو تر څار لاندې دي.
ذبیح الله مجاهد په خپره کړې اعلامیه کې د دغو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، دا ډول خبرې له حقیقت څخه لرې او بې اساسه دي.
په اعلامیه کې راغلي، اسلامي امارت د ازادۍ ساتلو لپاره هم قربانیو ته چمتو دی او دا ډول دسیسې نه شي کولای د خلکو په منځ کې د دوی باور کمرنګه کړي.
د یادونې وړ ده چې په دغه کتاب کې د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ د خبرو، ډېورنډ فرضي کرښې، د پخواني حکومت او اسلامي امارت ترمنځ د بندیانو د تبادلې او ګڼو نورو مسایلو په اړه خبرې شوې دي.




ټاکل شوې چې د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د همدې اونۍ په پای کې پاکستان ته سفر وکړي.
رویټرز خبري اژانس لیکلي، که څه هم پر هغه له اوږدې مودې راهیسې ملګرو ملتونو د سفر بندیز لګولی، خو اژانس لیکلي چې د امنیت شورا یوې کمېټې پرون نوموړي ته د پاکستان د سفر اجازه ورکړه. خبر کې راغلي چې نوموړی به د مې میاشتې له شپږمې تر نهمې نېټې پورې په اسلام اباد کې د پاکستان او چین د بهرنیو چارو له وزیرانو سره وګوري.
که څه هم معلومه نه ده چې د دغه سفر اجنډا به څه وي، خو رویټرز لیکلي چې د سفر ټول لګښت پاکستان پر غاړه اخیستی دی. په تېره اپرېل میاشت کې ځینو پاکستاني رسنیو هم هغه هېواد ته د افغانستان د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر د احتمالي سفر خبرونه خپاره کړي وو.
د افغانستان سرپرست حکومت تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

په دې ناسته کې ۲۱ هېوادونه او د اروپايي ټولنې او اسلامي همکاریو سازمان استازي برخه لري چې د افغانستان په اړه به پر یو شمېر مهمو موضوعاتو خبرې وکړي.
که څه هم د یادې ناستې اجنډا نه ده معلومه، خو تېره ورځ د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند «سټفین دوجاریک« ویلي، هڅه کېږي چې په دې ناسته کې د ا فغانستان او په ځانګړي ډول د افغان ښځو په اړه د هېوادونو نظرونه سره متحد شي.
همدارنګه ویل کېږي چې په دې ناسته کې به له افغانستان سره پر تعامل، سیاسي او اقتصادي اړیکو ټینګېډو او ګڼو نورو مسایلو بحثونه وشي.
د یادونې وړ ده چې په دې ناسته کې د اسلامي امارت کوم استازي ته د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې، خو د اسلامي امارت مسوولین وایي، د افغانستان په تړاو چې هره غونډه ترسره کېږي، د دوی شتون په‌کې اړین دی.

د امریکا د نیویارک ایالت د یوې محکمې قاضي «جورج ډانیلز» د سې شنبې په ورځ ویلي چې د ۲۰۰۱ میلادي کال د سپټمبر د ۱۱مې پېښې قربانیان حق نه لري چې د افغانستان له کنګل شوې شتمنۍ څخه ۳.۵ میلیارده ډالر د غرامت په توګه تر لاسه کړي.
رویټرز خبري اژانس له دغه قاضي څخه په نقل سره ویلي، سره له دې چې امریکا اسلامي امارت د یو مشروع حکومت په توګه نه پېژني، خو د سپټمبر د ۱۱مې پېښې قربانیانو ته د یادې شتمنۍ د یوې برخې ورکول په دې معنی دي چې اسلامي امارت د افغانستان مشروع حکومت دی.
هغه ویلي، د سپټمبر د پېښې قربانیان حق لري چې د یاد برید بشپړه خساره ترلاسه کړي، خو هغوی نه شي کولای چې د افغانستان بانک شتمني واخلي.
د هغه په خبره، د امریکا محکمې د دغه کار وس نه لري.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د امریکا جمهور رییس جوبایډن د یو اجرایوي فرمان له مخې د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ ۳.۵ میلیارده ډالر د سپټمبر د یوولسمې پېښې قربانیانو ته ځانګړي کړي وو.

د افغانستان سرپرست حکومت وايي چې د ا.ا او امریکا ترمنځ د دوحې د هوکړې له لاسلیک وروسته، مخکینی حکومت د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو مخالف و او هڅه یې کوله چې دغه بهیر ګډوډ کړي.
د ا.ا ویاند وايي دا چې ا.ا د خبرو اترو له لارې د پرمختګ له بهیره مایوسه شو، اړ شو چې له پوځي لارې مخته ولاړ شي.
دغه څرګندونې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د پخواني وزیر مایک پومپیو د کتاب له خپرېدو وروسته شوې دي.
مایک پامپيو په خپل کتاب کې ویلي دي چې محمد اشرف غني، د امریکا او اسلامي امارت ترمنځ د سولې خبرو اترو پر مهال سولې ته د رسېدو په وړاندې خنډ و. د ا.ا ویاند وایي، چې د کابل پخواني مشران د افغانانو ترمنځ د سولې د خبرو مخالف و او دغه مسئله د دې لامل شوه، څو ا.ا له دغو خبرو ناهیلی شي او پوځي لارې ته مخه کړي.

د پولیو یا ګوزن پر وړاندې د ۲۰۲۳ کال د لومړي کمپاین سره هم مهاله په خوست کې یو شمېر فعالان وايي، چې د پولیو پر وړاندې مبارزه د هر وګړي دنده ده.
دا خبرې په خوست کې د پولیو ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې په ځانګړې بحث کې چې د چنار راډيو له لوري وړاندې شو، مطرح شوې.
په دې ځانګړې بحث کې دیني عالمانو په له د جوماتونو له امامانو وغوښتل چې د جوماتونو له لارې خلکو ته د پولیو واکسین د تطبیق په برخه کې پوهاوی ورکړي، ترڅو د پولیو یا ګوزڼ څخه یو پاک افغانستان ولرو.
دا په داسې حال کې دا چې په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ د ناروغۍ یا پولیو پر ضد د ۲۰۲۳ کال د واکسین کمپاین د دوشنبې پیل شو..
ټاکل شوې چې د دې کمپاین په ترڅ کې به په هغو ولایتونو کې چې د پولیو ګواښ په کې ډېر دی له پنځو کلونو کم عمره شاوخوا ۵،۳ میلیون ماشومانو ته د واکسین څاڅکي ورکړل شي.
دا کمپاین د پلازمېنې کابل، هرات، هلمند، ارزګان، نورستان، پکتیکا او کونړ په ګډون د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې په پام کې دی.
په ۲۰۲۲ کال کې په افغانستان کې د پولیو دوه مثبتې پېښې یوه په پکتیکا او بله په کونړ کې ثبت شوې وه.
افغانستان او پاکستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې لاهم د پولیو ناروغي په کې شته.
پولیو یوه ویروسي ناروغي ده چې له انسان څخه انسان ته سرایت کوي او ویروس یې ځان عصبي رشتو ته رسوي او انسان فلجوي.