یکشنبه, ۳۰ غويی ۱۴۰۳

په دوحه کې د افغانستان په اړه جوړه شوې غونډه لاهم د بندو دروازو ترشاه دوام لري.

12 غويی 1402
په دوحه کې د افغانستان په اړه جوړه شوې غونډه لاهم د بندو دروازو ترشاه دوام لري. Asmatullah Halim

په دې ناسته کې ۲۱ هېوادونه او د اروپايي ټولنې او اسلامي همکاریو سازمان استازي برخه لري چې د افغانستان په اړه به پر یو شمېر مهمو موضوعاتو خبرې وکړي.
که څه هم د یادې ناستې اجنډا نه ده معلومه، خو تېره ورځ د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند «سټفین دوجاریک« ویلي، هڅه کېږي چې په دې ناسته کې د ا فغانستان او په ځانګړي ډول د افغان ښځو په اړه د هېوادونو نظرونه سره متحد شي.
همدارنګه ویل کېږي چې په دې ناسته کې به له افغانستان سره پر تعامل، سیاسي او اقتصادي اړیکو ټینګېډو او ګڼو نورو مسایلو بحثونه وشي.
د یادونې وړ ده چې په دې ناسته کې د اسلامي امارت کوم استازي ته د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې، خو د اسلامي امارت مسوولین وایي، د افغانستان په تړاو چې هره غونډه ترسره کېږي، د دوی شتون په‌کې اړین دی.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.