چهارشنبه, ۱۹ غويی ۱۴۰۳
Super User

Super User

د چابهار بندر مسوولینو د ملابرادر په مشرۍ ایران ته تللي پلاوي ته ډاډ ورکړی چې افغان حکومت تر دې وروسته له چابهار بندر څخه ګټه اخیستلی شي.

یاد پلاوی چې تېر ماښام بېرته کابل ته راستون شوی وايي، هلته یې د ایران له یو شمېر چارواکو سره لیدلي چې د ټرانزیټ، سوداګرۍ، کانونو، ګازو، روغتیا، ټرانسپورټ، سرحدي مسایلو او په یو شمېر نورو برخو کې د دوی او ایراني چارواکو تر منځ بېلابېل هوکړه لیکونه لاسلیک شول.
د یاد پلاوي مشر ملاعبدالغني برادر ویلي چې د دغه سفر هدف بهر ته د افغاني توکو د صادرولو لپاره د اسانې لارې پیدا کول وو.
ملا عبدالغني برادر د یو پلاوي په مشرۍ شپږ ورځې وړاندې ایران ته لاړ او هلته یې د چابهار بندر د مسوولینو تر څنګ له یو شمېر نورو ایراني چارواکو سره هم وکتل.
ایران ته د اقتصادي مرستیال په مشرۍ سفر په داسې حال کې له لاسته راوړنو ډک بلل شوی چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو پربنسټ د ایران او افغانستان ترمنځ هرکال د شاوخوا دوو میلیاردو ډالرو په ارزښت سوداګري کېږي.

افغان لوبډلې تېره ورځ خپله وروستۍ لوبه له جنوبي افریقا سره وکړه، چې یادې لوبډلې د پنځو ویکټو په توپیر افغان لوبډلې ته ماتې ورکړه.

په روان نړیوال جام کې افغانستان نهه لوبې وکړې چې پاکستان، سریلانکا، انګلستان او نیدرلنډ ته یې ماتې ورکړې، خو هند، جنوبي افریقا، اسټرلیا، بنګله دېش او نیوزیلنډ ته یې سیالۍ وبایللې.
دا لومړی ځل و چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په ۵۰اوریز نړیوال جام کې له یوې څخه ډېرې لوبې وګټلې او یوه لوبغاړي یې سلیزه هم په خپل نوم ثبت کړه.
په دغه نړیوال جام کې تر لوبو وروسته افغان لوبډله په اسیا کې تر هند وروسته دویمه غوره لوبډله وبلل شوه او د لومړي ځل لپاره یې د ۲۰۲۵ کال چمپین ټرافي ته لاره ومونده.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله اوس مهال د اتو نومورو په لرلو سره شپږم ځای لري.

عدلیې وزارت له یو شمېر ټولنو او خیریه بنسټونو څخه غوښتي چې جوازونه دې ترلاسه کړي او د سرغړونې په صورت کې به قانوني چلند ورسره وشي.

د باختر دولتي اژانس د خبر له مخې، دغه وزارت ویلي چې يو شمېر هېوادوال په خیریه چارو کې د ګډون او په هېواد کې د اړمنو او بېوزلو د مرستې لپاره پرته له دې چې د خیریه بنسټونو د ثبت او جواز په اړه معلومات وغواړي، له هغوی سره د پیسو مرسته کوي.
یاد وزارت وایي، یو شمېر خیریه بنسټونه د فعاليت رسمي جوازونه نه لري، نو د مرستو د ضايع کېدو او نه رسېدلو امکان یې زیات دی.
د عدلیې وزارت ویلي، له همدې کبله د اتحاديو او خیریه بنسټونو د غير قانوني فعاليتونو مخنيوي او د دوی په کارونو کې د روڼتيا رامنځته کولو لپاره دې ۹۰خیریه بنسټونه او ۷۶ټولنې د فعالیت نوي جوازونه تر لاسه کړي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یونیسف وايي، په تېره اګېست میاشت کې یې په سختې خوارځواکۍ اخته ۶۰زرو ماشومانو درملنه کړې ده.

یونیسف د یوې اعلامیې له مخې ویلي چې په شدیدې نس ناستې د ۸۷ زره نورو ماشومانو د اخته کېدو په اړه هم اندېښنه لري.
یادې ادارې زیاته کړې، د سیمه‌ییزو ټولګیو له لارې یې له ۶۸۲ زرو زیاتو ماشومانو سره مرسته کړې چې خپلو درسونو ته دوام ورکړي.
یونیسف همدا رازویلي، په ژمي کې له اړمنو کورنیو سره د مرستې لپاره د ۹۲ میلیونه ډالرو بودجې ته اړتیا لري.
د یادونې ده چې تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو بېلابېلو ادارو په افغانستان کې د بشري مرستو د دوام لپاره د بودیجې د کموالي خبرداری ورکړی وو.

د پاکستان حکومت ویلي چې له اسلامي امارت سره یې د سلګونه زرو افغان کډوالو د بېرته راستنولو طرحه جوړه کړې ده.

د پاکستان دولتي اژانس ( ای.پي.پي) خبر ورکړی چې حکومت یې له هېواده د سلګونه زرو افغانانو په ګډون د ۱۱ سوه زره نورو بهرنیانو د ایستلو پرېکړه کړې ده.
سرچینې زیاته کړې ، د دې طرحې له مخې به لومړی په پاکستان کې په غیر قانوني توګه مېشت بهرنیان، په دویم پړاو کې به افغان کډوال او په درېیم پړاو کې به هغه بهرنیان ایستل کېږي چې په پاکستان کې د لنډمهاله اوسېدنې کارتونه لري.
له تېرو دوو ورځو راهیسې پولیسو د اسلام اباد په بېلا بېلو سیمو کې عملیات ترسره کړي او نږدې زر تنه افغان کډوال یې نیولي دي.
په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت سرپرست احمد شکېب د دې خبر د پخلي ترڅنګ ویلي چې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزارت سره یې په دې اړه خبرې کړې او په ډاګه کړې یې ده چې دا ډول نیونې او ځورونې به ددواړو هېوادونو اړیکې خرابې کړي.

 

د چین په اسیايي سیالیو کې، چې د شنبې په ورځ / سپټمبر۲۳ رسماً پیل شوې، د افغانستان تر سلو ډېر لوبغاړي برخه لري.

د راپورونو له مخې، د چین د هانګژو په اسیايي سیالیو کې د افغانستان په لوبغاړو کې ۱۷ بهرمېشتې ښځې هم شاملې دي.

افغان لوبغاړي، چې د ډیرو پام یې ځان ته اړولی، په ۱۷ څانګو کې لوبېږي.

ټاکل شوې وه چې اسیايي لوبې د ۲۰۲۲ د سپټمبر له ۱۰ تر ۲۵ پورې ترسره شي خو د کرونا وبا د خپرېدو له کبله وځندېدې.

په دې سیالیو کې، چې د اکتوبر تر ۸ پورې دوام کوي، د ۴۵ اسیايي هیوادونو ټولټال ۱۲ زره ۵۰۰ لوبغاړي په ۶۰ بیلابیلو سپورتي څانګو کې ګډون لري.

د افغانستان په سپورتي ډله کې ۱۲۸ لوبغاړي شامل دي. افغانستان د چین په اسیايي سیالیو کې د والیبال، کرکټ، تکواندو، جودو، ووشو، بوکسینګ، بایسکل ځغاستي، کراتې، وزن پورته کولو، لامبو، رکبي او نورو څانګو کې لوبغاړي استولي دي.

د افغانستان په وتلیو لوبغاړو کې یو هم خالد هوتک دی چې د اندونیزیا د جاکاراتا د ۲۰۱۸ کال په اسیايي سیالیو کې یې میډال ګټلی و. همداراز محسن رضايي دی چې د اکواندو لوبډلې کیپتاني هم په غاړه لري.

د ووشو سپورتي څانګې لوبغاړي محمدخالد هوتک په اسیايي سیالیو کې نن خپل قزاقستاني سیال ته ماتې ورکړه.

هوتک د چین د هانګژو په اسیايي سیالیو کې په ۷۰ کیلو ګرامه وزن سیالۍ کې دې بري منځلوبې یا کوارټرفاینل ته ورساوه.

 

ډیرو خلکو ته په پنځو حسونو کې د بویولو حس (شامه) ډیر مهم نه ښکاري؛ خو په امریکا کې تازه څېړنې ښيي چې د بویولو حس نه یوازې د ګلونو او خوراکونو په شان شیانو لپاره بلکې د دې لپاره چې دا شیان په حافظه کې وساتو، هم لازم دی.

په دې څېړنه کې، چې جزییات یې په (Frontiers in Neuroscience) مجله کې خپاره شوي، څرګنده شوې چې د شامه حس تحریکول د حافظې له پیاوړتیا سره مرسته کولی شي.

په دې څېړنه کې ویل شوي، د هغو کسانو، چې په الزایمر (هېره)، پارکینسن (رېږد) او ذهني پرېشانۍ اخته کېږي، یوه نخښه دا ده چې د هغوی د بویولو حس کم وي او له ډېرې مودې راهیسي دا څرګنده شوې چې د عمر د ډیرښت، مسمومیت، سیګرېټ څکولو، د سر د ضربې او یا د پزې د دوامداره بندښت له کبله د بویولو حس زیان ویني او دا د حافظې د کمزورتیا سبب کېږي.

د کلیفورنیا پوهنتون د نوروبیالوجي استاد مایکل لیون، چې د دې څېړنې د ټیم مشري یې په غاړه لرله، وايي:«د عمر له ډېریدو سره د انسان د حافظې او د شامه حس د وړتیا ترمنځ ارتباط زیاتیږي، خو د نن سبا په مدرنه او سوکاله دنیا کې تقریباً هر شی چې زموږ شاوخوا ته شته، بې بویه دی. نو د بویولو حس نه پارېدا ممکن د بیلابیلو ستونزو په وړاندې مازغه کمزوري کړي.»

ښاغلی لیون سپارښتنه کوي چې ښه ده چې هره ورځ یو نه یو څه بوی کړو، مهمه نه ده چې عطر وي یا ګلان، حتي که د دېګ مساله هم وي ښه ده چې د ورځې یې لږترلږه دوه ځلې بوی کړو.

وروسته له دې چې د تېرې اوونۍ د سې شنبې په شپه ایفون ۱۵ په یو لړ مراسمو کې نندارې ته وړاندې شو، د دغه ایفون په اړه معلومات سوکه سوکه رابرسېره کیږي.

ایفون په یو وار څلور موبایلونه راوایستل؛ ایفون ۱۵، ایفون ۱۵ پلس، ۱۵ پرو او ۱۵ پرومکس.

د دې ایفون بېټرۍ په ساعت کې ۳۳۴۹ میلي امپایره ده او قوت یې په ساعت کې ۱۲۹۸۱ واټه دی.

د دې ایفون د کمرې کیفیت هم تر مخکینیو لوړ دی.

د ایفون ۱۵ سکرین یا شیشه ۶ اعشاریه ۱ اینچ، کمره یې ۴۸ پیکسله، داخلي حافظه یې له ۱۲۸ څخه تر ۵۱۲ ګېګابایټه دي.

دا ایفون په ګلابي، زېړو، شنو او تورو رنګونو کې راوتلي او بیه یې ۷۹۹ ډالره ده.

البته د ایفون پلس بیه بیا سل ډالره لوړه ده ځکه چې سکرین یې لوی دی یعني ۶ اعشاریه ۷ اینچه.

د ایفون ۱۵ پرو بیه یوزرو ۹۹ او د پرومکس یوولس سوه ۹۹ ډالره ده.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان ویلي چې دوی په افغانستان کې ښځو ته د زده کړو او کار د حقونو ورکړې غوښتنه کوي.

نوموړي د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته ویلي چې د افغانانو د ستونزو کمولو لپاره باید له دوی سره بشري مرستې زیاتې شي.
هغه دغه راز ټینګار کړی چې افغانستان نور د ترهګرو ډلو په خوندي ځای بدل نه شي.
فیصل بن فرحان ویلي چې سعودي عربستان په افغانستان کې د تلپاتې سولې غوښتونکی دی.
دملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د یو شمېر نورو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو هم په افغانستان کې د ښځو د زدکړو او کاري حقونو پر ورکړې ټینګار کړی دی.
اسلامي امارت بیا وایي، د ښځو د کار او زده کړو حقونو ته ژمن دي او یو ځانګړي چاپیریال له برابرېدو وروسته به دا حقونه ورکړل شي.

د اطلاعاتو کلتور وزارت سرپرست وزیر د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي اصف دراني څخه غوښتي چې هلته د افغان کډوالو نیول او ځورول ودروي.

ملا خیرالله خیرخوا تېره ورځ له نوموړي سره په کتنه کې ویلي چې پاکستان باید له داسې کړنو ډډه وکړي چې د دواړو هېوادونو اړیکې زیانمنوي.
له اطلاعاتو او کلتور وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې سرپرست وزیر په دې لیدنه کې پاکستاني لوري ته ور یاده کړې چې دوی له چاسره ترینګلې اړیکې نه غواړي او د مذاکراتو له لارې د هر ډول ستونزو د حل غوښتونکي دي.
خیرخوا دغه راز ټینګار کړی چې سیاسي مسایل باید د ټرانزیټ خنډ نه شي.
د پاکستان ځانګړي استازي بیا په ترسره شویو خبرو کې د ستونزو هواري ډاډ ورکړی دی.
یاده دې وي چې په دې وروستیو کې یو وار بیا د پاکستان حکومت هلته د مېشتو افغان کډوالو نیول او ځورول زیات کړي دي.