د چابهار بندر مسوولینو د ملابرادر په مشرۍ ایران ته تللي پلاوي ته ډاډ ورکړی چې افغان حکومت تر دې وروسته له چابهار بندر څخه ګټه اخیستلی شي.
یاد پلاوی چې تېر ماښام بېرته کابل ته راستون شوی وايي، هلته یې د ایران له یو شمېر چارواکو سره لیدلي چې د ټرانزیټ، سوداګرۍ، کانونو، ګازو، روغتیا، ټرانسپورټ، سرحدي مسایلو او په یو شمېر نورو برخو کې د دوی او ایراني چارواکو تر منځ بېلابېل هوکړه لیکونه لاسلیک شول.
د یاد پلاوي مشر ملاعبدالغني برادر ویلي چې د دغه سفر هدف بهر ته د افغاني توکو د صادرولو لپاره د اسانې لارې پیدا کول وو.
ملا عبدالغني برادر د یو پلاوي په مشرۍ شپږ ورځې وړاندې ایران ته لاړ او هلته یې د چابهار بندر د مسوولینو تر څنګ له یو شمېر نورو ایراني چارواکو سره هم وکتل.
ایران ته د اقتصادي مرستیال په مشرۍ سفر په داسې حال کې له لاسته راوړنو ډک بلل شوی چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو پربنسټ د ایران او افغانستان ترمنځ هرکال د شاوخوا دوو میلیاردو ډالرو په ارزښت سوداګري کېږي.