د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان ویلي چې دوی په افغانستان کې ښځو ته د زده کړو او کار د حقونو ورکړې غوښتنه کوي.
نوموړي د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته ویلي چې د افغانانو د ستونزو کمولو لپاره باید له دوی سره بشري مرستې زیاتې شي.
هغه دغه راز ټینګار کړی چې افغانستان نور د ترهګرو ډلو په خوندي ځای بدل نه شي.
فیصل بن فرحان ویلي چې سعودي عربستان په افغانستان کې د تلپاتې سولې غوښتونکی دی.
دملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د یو شمېر نورو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو هم په افغانستان کې د ښځو د زدکړو او کاري حقونو پر ورکړې ټینګار کړی دی.
اسلامي امارت بیا وایي، د ښځو د کار او زده کړو حقونو ته ژمن دي او یو ځانګړي چاپیریال له برابرېدو وروسته به دا حقونه ورکړل شي.