یکشنبه, ۳۰ غويی ۱۴۰۳

تر دې وروسته به د افغانستان د لاریو له ټولو چلوونکو څخه هم وېزه غوښتل کېږي.

04 ليندی 1402

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې تر دې وروسته به د افغانستان د لاریو له ټولو چلوونکو څخه وېزه غوښتل کېږي.

د یاد وزارت ویاندې «ممتاز زهرا بلوچ» له یوه خصوصي ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي چې د نومبر له لومړۍ نېټې وروسته د سوداګریزو مالونو د وړونکو لاریو چلوونکي باید د پاکستان وېزې ترلاسه کړي.
هغې زیاته کړې چې د پاکستان سفارت د اسلامي امارت له چارواکو سره د سوداګریزو اسانتیاوو د برابرولو لپاره په خبرو بوخت دی.
د تېرې سې شنبې په ورځ د تورخم دروازه وروسته له هغه وتړل شوه چې پاکستاني چارواکو د افغانستان د لاریو له چلوونکو څخه د وېزو غوښتنه وکړه، خو په هماغه ورځ ناوخته بېرته د یوه جوړ جاړي له مخې لاره پرانیستل شوه.
داسې شکایتونه هم شته چې پاکستاني پولیسو ډېر داسې کسان هم نیولي او افغانستان ته یې ستانه کړي چې د کډوالو په توګه ثبت دي او یا د پاکستان وېزې لري.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.