د تاجکستان جمهور رییس له نړیوال بانک څخه د کاسا زر پروژې د بېرته پیل غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د دې پروژې پیلېدل د سیمې هېوادونو لپاره یوه اړتیا ده.
د تاجکستان د جمهور رییس مطبوعاتي دفتر ویلي، امام علي رحمان د نړیوال بانک له مشر «اجی بنګا» سره په کتنه کې ټینګار کړی چې اړتیا ده چې د برېښنا د لوړ ولتاژ لرونکې کاسا زر پروژې چارې بېرته پیل شي.
دا کتنه په دوبۍ کې د ملګروملتونو د اقلیم د بدلون د ۲۸ م کنفرانس په څنډه کې ترسره شوې.
دغه ستره پروژه چې د افغانستان له لارې د مرکزي آسیا د انرژۍ مارکیټ له جنوبي آسیا سره نښلوي، په عملي کېدو سره به یې له قرغزستان او تاجکستان څخه ۱۳۰۰ مېګاواټه برېښنا افغانستان او پاکستان ته ولېږدول شي.