یکشنبه, ۳۰ غويی ۱۴۰۳

په یوه میاشت کې د ټولو افغان کډوالو د ایستلو خبرداری!

04 ليندی 1402

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ویلي چې تر راتلونکې یوې میاشتې به د ټولو غیر قانوني افغان او نورو کډوالو د ایستلو لړۍ بشپړه کړي.

د انډیپنډنټ ورځپاڼې د خبر له مخې، د پاکستان د کورنیو چارو وزیر «سرفراز بګتي» ویلي چې په افغانستان کې امن دی او ټول افغان کډوال باید بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.
نوموړي زیاته کړې، هغه کسان چې د ناامنۍ او اړتیا له مخې پاکستان ته تللي، په دې اړه یې د ملګرو ملتونو له کډوالو ادارې سره یو تړون هم لاسلیک کړی او زیاتوي چې افغان کډوال دې بېرته ولاړ شي.
هغه خبر ورکړی چې د ناقانونه کډوالو د ایستلو لړۍ به د یوې میاشتې په موده کې بشپړه شي.
پاکستاني چارواکو دا هم ویلي چې له هغو افغان کډوالو څخه به ۸۳۰ ډالره اخلي چې له افغانستان پرته نورو هېوادونو ته ځي او پاکستان ته په ناقانونه توګه تللي وي.
د یادونې ده چې د کډالو اړوندو او نورو نړیوالو بنسټونو له پاکستان څخه غوښتي چې د افغان کډوالو په زوره ستنولو پرېکړې په اړه له سره غور وکړي.
د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه ۴۰۰ زره افغان کډوال افغانستان ته راستانه شوي دي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.