د صنعت او سوداګرۍ وزارت پر ایکسپاڼه لیکل شوي چې یاد نندارتون به اووه ورځې دوام وکړي.د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دغه نندارتون کې د ښځو د لاسي صنایعو او تولیداتو څه باندې ۸۰۰ غرفې نندارې ته اېښودل شوې دي.
صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې د دغه نندارتون د مدیریت چارې هم مېرمنو ته سپارل شوې دي.
یاد نندارتون په داسې حال کې پرانېستل کېږي چې اسلامي امارت په کور دننه له سوداګرو مېرمنو پر خپل ملاتړ ټینګار کوي او وايي چې تر اوسه یې ۱۵۰ زره متشبثو مېرمنو ته کاري جوازونه ورکړي دي.
تر دې وړاندې هم ورته نندارتونه جوړ شوي چې د لاسي صنایعو د ودې په برخه کې ګټور تمام شوي دي.
د بي بي خدیجه الکبری نندارتون پرانیستل شو.
خپل نظر ورکړئ
Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.