فلای دوبۍ هوايي شرکت له څه باندې دوو کلونو ځنډ وروسته یو وار بیا کابل ته الوتنې پیل کړې.
یاد شرکت واک ته د اسلامي امارت تر رسېدو وروسته خپلې الوتنې ځنډولې وې، چې نن بېرته پیل شوې.
د ریاست الوزرا له اقتصادي معاوونیت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې یاد پروازونه د دوی ټرانسپورټ او هوايي چلند په هڅو بیرته پیل شوي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، دا ډول پرازونه ښيي چې د افغانستان فضا هر ډول پرازونو ته چمتو او په هوايي ډګرونو کې ټولې اسانتیاوې موجودې دي.
په پام کې ده چې دغه شرکت به هره اوونۍ له کابل څخه نورو هېوادونو او له نورو هېوادونو څخه کابل ته دوې الوتنې کوي.
څه موده وړاندې د بلخ او سعودي عربستان د جدې ښار ترمنځ هم الوتنې بېرته پیل شوې.