شنبه, ۰۸ غويی ۱۴۰۳
Super User

Super User

د زابل ولایت د عامې روغتیا ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې په نشه يي توکو د ۲۰۰ روږدو کسانو درملنه شوې ده.

په دغه ولایت کې د نشه یي توکو د ۵۰ بستریز روغتون مسوول سيد امين ثاقب وایي، چې کې په تېرو شپږو میاشتو له دغه ولایت څخه په نشه يي توکو د راټول شویو ۱۹۰ روږدو کسانو درملنه شوې او دا مهال شاوخوا په نشه يي توکو ۴۰  روږدي کسان تر درملنې لاندې دي.

د نوموړي په خبره په دغه روغتون کې ټول امکانات لري، ترڅو په نشه یي توکو د روږدو کسانو درملنه او پالنه پرې وشي. د ۵۰ بستریز روغتون مسوول وایي، چې له کورنیو سره یوځای شوي روغ کسان اوس هم د دوی تر څارنه لاندې دي.

 په هېواد کې د اوبو کوچنیو بندونو جوړولو د خلکو اړتیا ډیره ده، چې نه یوازې د اوبو مدیریت او زیرمه کولو لپاره په برخه کې مؤثر تمامیږي ، ددې تر څنګ د خلکو په ژوند مخامخ اغېز لري او د کرنې د پراختیا، د برېښنا تولید او سېلابونو د مخنیوي لپاره هم مؤثر تمامیږي.

افغانستان هم  یو له هغو هیوادونو څخه دی، چې د غوره چاپیریال ، ښه زراعت او د اوبو له کمښت د مخنیوي په برخه کې د اوبو ذخیره کولو او د اوبو کوچنیو بندونو جوړول ته اړتیا لري.

زموږ ددې اونۍ ګردی مېز د اوبو کوچنیو بندونو ته ځانګړی شوی، چې پر همدې موضوع د لا بحث لپاره درې تنه میلمانه  د زراغت ریاست مشاور بهیر ګل صابري،  چاپیریال پوه کریم الله منګل او بزګر کمال الدینهم په خپرونه کې لرو.

 دغه خپرونه په لاندې لېنک اوریدلی شئ:

https://youtu.be/7Rtipzwuts4

 

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وایي چې د نورستان په نور ګرام ولسوالۍ کې د واورې ښوییدنې له کبله ۳۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې .

د یاد وزارت ویاند ملا جانان سایق له کلید سره په خبرو کې وویل چې دغه پېښه د یاد ولایت په نورګرام ولسوالۍ کې را منځته شوې او چې له کبله یې ۲۵ تنه وژل شوي او ۱۰ تنه نور ټپیان شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د دغه ولایت د اطلاعاتو کلتور ریاست چارواکو ویلي دنورګرام ولسوالۍ اړوند تتین درې په نکره کلي کې د زیات اورښت له امله د شپې ناوخته غر ښویدلی چې په ترڅ کې ۲۰کورونه ترخاورو او تیکو لاندې شوي.
نورستان د افغانستان یو له هغو ولایتونو څخه دی چې د ژمي پر مهال پکې زیاتې واورې کیږي.

 

 

 

 

 

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې د پاکستان له زندانونو څخه ۱۱ تنه افغان کډوال ازاد اوهېواد ته راستانه شول.

یاد وزارت زیاتوي، چې دغه کډوال یې د مرستو په موخه د کډوالۍ نړیوال سازمان ته ورپېژندل شوي دي.

کډوالو چارو وزارت ویلي، دغه کسان د قانوني اسنادو نه درلودو له امله د دغه هېواد پولیسو نیولي وو.

د بدخشان امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په زېباک ولسوالي کې یوه الوتکه لوېدلې ده.
د یاد ولایت د امنیې قومنداني مطبوعاتي دفتر په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه الوتکه بېګاه شپه د مرغومې ۳۰مه د زېباک ولسوالي په «توپ‌خانه» سیمه کې لوېدلې ده.
خبرپاڼه زیاتوي چې یاده الوتکه د دې سیمې په لوړو غرونو کې لوېدلې او تراوسه د الوتکې ډول نه‌دی روښانه شوی.

 

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (يو ‌این ‌ایچ ‌سي‌ آر) وايي افغان کډوال په جبري ډول افغانستان ته داسې مهال استول کېږي چې هلته په میلیونونو خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.

یاد سازمان د یوه راپور په خپرلولو سره ویلي چې د شړل شویو په ډله کې هغه ښځې چې د خپلو کورنیو سرپرستې دي، تر ټولو زیاتې زیانمنې دي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ زیاتوي چې له پاکستانه ایستل شوي ډېری افغانان حتی هغه کسان چې مخکې هېڅکله افغانستان ته نه دي تللي په دغه هېواد کې خپل راتلونکي ته اندېښمن دي.
راپور زیاتوي چې د ژمي په رارسېدو سره د تازه راغلو کډوالو لپاره دوامداره مرستې تر بل هر وخت زیاتې مهمې دي، ځکه چې اکثره دغه کورنۍ خپل ژوند له سره پیلوي.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا د معلوماتو له مخې، اوسمهال په افغانستان کې ۲۹،۲ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنري (یو.ان.ایچ.سي .آر) وايي، په افغانستان کې د بشري بحران پر وړاندې د چمتو والي لپاره له اسلامي پراختیایي بانک سره د افغانستان د بشرپاله امانتي صندوق د ساتونکي په توګه درې هوکړې لاسلیک شوې دي.

یادې کمېشنرۍ ویلي، د دغو هوکړو د لاسلیک هدف په افغانستان کې د زده کړو، روغتیايي خدمتونو ملاتړ او د خلکو ته د معیشتي فرصونو رامنځته کول دي.
دغه هوکړه‌لیکونه د سعودي عربستان د جدې په ښار کې د اسلامي پراختیایي بانک په مرکز کې د دغه بانک د ځانګړي سلاکار او د کډوالو د عالي کمیشنرۍ د سلاکار ترمنځ لاسلیک شوي دي.
په دې اعلامیه کې ویل شوي چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنري به د دغو هوکړو له لارې د زده کړو پروګرامونو د ملاتړ لپاره یو شمېر پروګرامونه پلي کړي.
په دغو پروګرامونو کې به د نجونو او هلکانو لپاره د ۱۶ ښوونځیو جوړول، له ۳۰زرو څخه زیاتو ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابرول او د روغتیايي خدمتونو چمتو کولو شامل وي.
تر دې وړاندې شکایتونه دا وو چې ډېری ښوونځي ودانۍ نه لري او ماشومان یې په خېمو کې زده کړې کوي.

د کرکټ نړيوالې شورا د شل اووریز کرکټ نړيوال جام سیالیو مهالوېش اعلان کړی چې له مخې به یې افغانستان خپله لومړۍ لوبه له یوګنډا سره کوي.

ټاکل شوې چې د شل اووریز کرکټ نړيوال جام سیالۍ د روان کال د جون میاشتې پر لومړۍ نېټه پیل شي، دا سیالۍ په امریکا او ویسټ انډیز کې ترسره کېږي.
د مهال وېش له مخې، په دغو سیالیو کې ګډون کوونکي ۱۶ لوبډلې په څلورو ګروپونو کې وېشل شوي دي.
افغانستان په سي ګروپ کې له نیوزیلینډ ، ویسټ انډیز، یوګنډا او پي اېن جي هېوادونو سره دی.
په الف ګروپ کې هند، پاکستان ، ایرلینډ، کاناډا او امریکا ، په ب ګروپ کې انګلستان، اسټرالیا، نمیبیا، سکاټلینډ او عمان لوبډلې شاملې دي.
په ډي ګروپ کې بیا سویلي افریقا، سریلانکا بنګله دېش ، نیدرلینډ (هالینډ) او نیپال شامل دي.
دافغانستان کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، افغانستان خپله لومړۍ لوبه د جون په ۳مه، له یوګنډا، د جون په اوومه له نیوزیلینډ ، د جون په ۱۳مه، له پاپوا نیو ګیني او د جون په ۱۷مه، له کوربه هېواد ویسټ انډیز سره ترسره کوي.

ټاکل شوې چې نن ماښام ناوخته د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په تړاو ناسته وکړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتونبایووا به د دغه سازمان د امنیت شورا غونډې ته د افغانستان د بشري، سیاسي او امنیتي وضعیت په اړه معلومات وړاندې کړي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یوناما پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي چې دا غونډه د کابل پر وخت د ماښام په اووه نیمې بجې پیلېږي.
د یادونې ده چې امنیت شورا د لیندۍ پر ۲۴مه هم د افغانستان په اړه غونډه کړې وه.
په دې غونډه کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش د افغانستان د امنیتي، اقتصادي، بشري او ټولنیز وضعیت په اړه معلومات وړاندې کړل.

د بامیانو ولایتي چارواکي وايي چې د کابل – بامیانو لویه لاره د سخت توپان او واورې ورښت له امله تړل شوې ده.

د مسوولینو په وینا، دغه لویه لاره د حاجي‌ګک کوتل کې تړل شوې ده.

د یاد ولایت د ټولګټو چارو رییس ویلي چې دغه لاره تېره شپه تړل شوې او تر بلې خبرتیا به بنده وي. نوموړي ویلي، چې دغه ریاست به هڅه وکړي، څو د ژمي په جریان کې ټولې نښلوونکې لویې لارې پرانېستې وساتي.

بامیان یو له هغو ولایتونو دی چې د ژمي په موسم کې د نورو ولایتونو په پرتله پکې ډېره واوره ورېږي.