چهارشنبه, ۱۹ غويی ۱۴۰۳

په افغانستان کې د بشري بحران مخنیوي هڅې

16 مرغومی 1402

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنري (یو.ان.ایچ.سي .آر) وايي، په افغانستان کې د بشري بحران پر وړاندې د چمتو والي لپاره له اسلامي پراختیایي بانک سره د افغانستان د بشرپاله امانتي صندوق د ساتونکي په توګه درې هوکړې لاسلیک شوې دي.

یادې کمېشنرۍ ویلي، د دغو هوکړو د لاسلیک هدف په افغانستان کې د زده کړو، روغتیايي خدمتونو ملاتړ او د خلکو ته د معیشتي فرصونو رامنځته کول دي.
دغه هوکړه‌لیکونه د سعودي عربستان د جدې په ښار کې د اسلامي پراختیایي بانک په مرکز کې د دغه بانک د ځانګړي سلاکار او د کډوالو د عالي کمیشنرۍ د سلاکار ترمنځ لاسلیک شوي دي.
په دې اعلامیه کې ویل شوي چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنري به د دغو هوکړو له لارې د زده کړو پروګرامونو د ملاتړ لپاره یو شمېر پروګرامونه پلي کړي.
په دغو پروګرامونو کې به د نجونو او هلکانو لپاره د ۱۶ ښوونځیو جوړول، له ۳۰زرو څخه زیاتو ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابرول او د روغتیايي خدمتونو چمتو کولو شامل وي.
تر دې وړاندې شکایتونه دا وو چې ډېری ښوونځي ودانۍ نه لري او ماشومان یې په خېمو کې زده کړې کوي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.