چهارشنبه, ۱۹ غويی ۱۴۰۳

له پاکستانه د افغان کډوالو په پر‌له‌پسې ایستلو د کډوالو چارو د ادارې اندېښنه

30 مرغومی 1402

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (يو ‌این ‌ایچ ‌سي‌ آر) وايي افغان کډوال په جبري ډول افغانستان ته داسې مهال استول کېږي چې هلته په میلیونونو خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.

یاد سازمان د یوه راپور په خپرلولو سره ویلي چې د شړل شویو په ډله کې هغه ښځې چې د خپلو کورنیو سرپرستې دي، تر ټولو زیاتې زیانمنې دي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ زیاتوي چې له پاکستانه ایستل شوي ډېری افغانان حتی هغه کسان چې مخکې هېڅکله افغانستان ته نه دي تللي په دغه هېواد کې خپل راتلونکي ته اندېښمن دي.
راپور زیاتوي چې د ژمي په رارسېدو سره د تازه راغلو کډوالو لپاره دوامداره مرستې تر بل هر وخت زیاتې مهمې دي، ځکه چې اکثره دغه کورنۍ خپل ژوند له سره پیلوي.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا د معلوماتو له مخې، اوسمهال په افغانستان کې ۲۹،۲ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.