ورزشي خبرونه
د کرکټ نړيوالې شورا راشدخان د کال غوره لوبډله کې شامل کړ
02 سلواغه 1397
کابل (٢ سلواغه ٩٧): راشد خان د کرکټ نړيوالې شورا له خوا د يوه ورځني کرکټ د کال غوره لوبډله کې شامل شوى دى.د نړيوالې شورا له خوا د مرغومي په ٢مه د کال غوره ټسټ لوبـډله، غوره يوه ورځنۍ لوبډله د کال غوره ټسټ لوبغاړى، د کال غوره يو ورځنى لوبغاړى، غوره وېکټ ساتونکى، غوره ځوان لوبغاړى، د دويمې…
کابل (۲۹ مرغومى ٩٧):د افغانستان کرکټ بورډ د ايرلينډ پر وړاندې سياليو او نړيوال جام کې د ګډون لپاره نږدې ٥٠ تنه لوبغاړي اعلان کړل.د افغانستان کرکټ بورډ د ټاکنيزې کمېټې مشر دولت احمدزي د مرغومي په ٢٩مه،يوه خبري کنفرانس کې وويل چې له تېر کال راهيسې دوى د نړيوال جام لپاره چمتووالى پيل کړى و.هغه زياته کړه،نړيوال جام ته…
کرکټ: د اماراتو ښځینه لوبډلې په چین ریکارډ جوړ کړ
24 مرغومی 1397
د اسیا د ۹ ښځينه لوبډلو ترمنځ د تایلېنډ په بنکاک ښار کې شل اوریزې سیالۍ روانې دي، په دغو لوبډلو کې چین، تایلېنډ، عربي متحده امارات، هانکانګ، نېپال، مالیزیا، اندونیزیا، بوتان او میانمار ګډون لري. دا سیالۍ د جنوري په ۱۲ مه نېټه د جمعې په ورځ پيل شوي دي. په دې لوبو کې چین لوبډلې دوه لوبې بایللي،…
د هندوستان په کرکټ ملي لوبډله کې روهيت شرما هغه لوبغاړی دی چي د کرکيټ په ټولو فارمټونو کي په خورا جرأت او قوي مرال سره لوبه کوي. روهيت په نړيوالو شل اووريزو لوبو کي اکثريت وخت دخپلي لوبډلي د بريا اصلي څيره وي. د هندوستان کرکيټ ملي لوبډلي دغه ۳۱ کلن لوبغاړي د خپلو شل اووريزو لوبو پيل په…
په کرکټ کې نوي شازلمیان پېدا کیږي
24 مرغومی 1397
موږ نن تاسې ته د (NCA) اکاډمۍ ځوان لوبغاړى حمزه خان على خيل درپيژنو حمزه خان على خيل دلغمان ولايت اوسيدونکى دى او اوسمهال د ننګرهار ولايت په جلال اباد ښار کي اوسيږي. حمزه علي خيل د افغانستان د نولس کلنو د ټيم لوبغاړي اکرام علي خيل خورين دى. حمزه علي خيل (15) کلن ځوان دی چي اوسمهال دننګرهار NCA…
کابل (١١ مرغومى ٩٧) : د کرکټ د نړيوالې شورا له خوا اعلان شوى، چې د افغانستان په ګډون اتو هېوادونو نېغ په نېغه د کرکټ نړيوال جام سياليو ته لاره پيدا کړې ده.د کرکټ د نړيوالې شورا له خوا د مرغومي په ١١مه، رسنیو ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې د کرکټ د شل اووريزو سياليو نوې درجه…
د کرکټ نړيوال جام افغانستان ته راوړل شو
05 مرغومی 1397
کابل (٥ مرغومى ٩٧): د کرکټ د نړيوال جام سياليو کپ افغانستان ته راوړل شو او د حامد کرزي په نړيوال هوايي ډګر کې په ډولونو بدرګه شو.دغه کپ يا جام نن (د مرغومي ٥مه) د سهار شاوخوا اته بجې د کابل نړيوال هوايي ډګر ته د افغانستان کرکټ بورډ د مسوولينو له خوا له متحده عربي اماراتو راوړل شو.په…
ویسټینډیز خپل سفر په بریا پای ته ورسولؤ
02 مرغومی 1397
ویسټینډیز کریکټ ملي لوبډلې په تېره نوومبر میاشت کې بنګلادېش ته په خپل میاشتني سفر کې دوه تېسټ، درې یو ورځینۍ او درې شل اوریزه لوبې ترسره کړې ؛ چې د ټېسټ او پنځوس اوریزو لوبو لړۍ کوربه بنګلادېش۲-۰او ۲-۱ او د شل اوریزه لوبو لړۍ بیا ویسټینډیز لوبډلې دوه د یو په مقابل کې په خپل نوم کړه. په…
د کرکټ نړيوال جام روانه اوونۍ افغانستان ته راوړل کېږي
02 مرغومی 1397
کابل (د مرغومي لومړۍ نېټه ٩٧): د کرکت نړيوال جام د روانې اوونۍ په اوږدو کې افغانستان ته راوړل کېږي.د کرکټ د نړيوالې شورا له اصولو سره سم کوم هېوادونه چې د کرکټ نړيوال جام ته لاره پيدا کوي، نو تر سياليو مخکې دغه جام اړوندو هېوادونو ته وړل کېږي.د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د مرغومي په لومړۍ…
حضرت ځاځی: که کرکټر نه وای؛ ژورنالېست به وم
24 ليندی 1397
حضرت الله ځاځی چې په افغان کریس ګیل هم شهرت لري، د مینې مجلې په ۸۱ ګڼه کې د خیر الله پرهر هغه پوښتنې ته په ځواب کې ویلي دي چې که چېرې مو د کرکټ لوبې ته دوام نه وو ورکړی، بدیل به یې څه وو؟ ځاځی ورته وايي: که کرکټر نه وای، د ژورنالیزم په برخه کې به…
افغانستان او آیرلنډ به لومړنۍ ټېسټ لوبه وکړي
10 ليندی 1397
افغانستان او آیرلنډ، چې تېر کال د کرکټ نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب یا د ټیسلوبو مقام ورکړ، د لومړي ځل لپاره په خپل منځ کې ټیست سیالي کوي. افغانستان او آیرلنډ به راتلونکی کال په هندوستان کې یوه ټیست، درې ۲۰ اوره او ۵ یو ورځینۍ سیالۍ وکړي. دا سیالۍ به غالباً په راجیو ګاندي نړیوال لوبغالي کې د فبرورۍ…