د هند لوبډلې پياوړی توپوهونکی روهیت شرما په تېر ۲۰۱۸ کال کې په لوړ مورال لوبه کړې

24 مرغومی 1397 دعوت

د هندوستان په کرکټ ملي لوبډله کې روهيت شرما هغه لوبغاړی دی چي د کرکيټ په ټولو فارمټونو کي په خورا جرأت او قوي مرال سره لوبه کوي.

روهيت په نړيوالو شل اووريزو لوبو کي اکثريت وخت دخپلي لوبډلي د بريا اصلي څيره وي.

د هندوستان کرکيټ ملي لوبډلي دغه ۳۱ کلن لوبغاړي د خپلو شل اووريزو لوبو پيل په ۲۰۰۷ز کال کي د انګلستان په وړاندي وکړ،نوموړي تردې مهاله ۹۰ شل اووريزي لوبي کړي او په ۳۲،۹ اوسط سره يې ۲۲۳۷ منډي کړي.

روهيت شرما يواځنی توپوهونکی دی چي په ۲۰۱۸ز کال نړيوالو شل اووريزو لوبو کي يې ۲ سليزی وهلي.

د جولای په اتمه نيټه يې ۱۰۰ منډي د انګلستان په وړاندي او د نومبر په شپږمه نيټه يې ۱۱۱ منډي د ويسټ انډيز په وړاندي ترسره کړلې.

نوموړي په نړيوالو شل اووريزو لوبو کي ۴ سليزي وهلي دي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.