ویسټینډیز کریکټ ملي لوبډلې په تېره نوومبر میاشت کې بنګلادېش ته په خپل میاشتني سفر کې دوه تېسټ، درې یو ورځینۍ او درې شل اوریزه لوبې ترسره کړې ؛ چې د ټېسټ او پنځوس اوریزو لوبو لړۍ کوربه بنګلادېش۲-۰او ۲-۱ او د شل اوریزه لوبو لړۍ بیا ویسټینډیز لوبډلې دوه د یو په مقابل کې په خپل نوم کړه.
په وروستۍ شل اوریزه لوبه کې بنګلادېش ټاس وګټلو او د لومړۍ توپ اچونې پرېکړه یې وکړه ؛ ویسټینډیز په۱۹،۲ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځبدو سره بنګلادېش ته د ۱۹۱ منډو هدف کیښود .
ویسټینډیز ته اېون لېوېس په۳۶ بالونو د ۸ شپږیزو او ۶ څلوریزو پر مټ ۸۹ ښې منډې جوړې کړې؛ بنګلادېش ته په بالېنګ کې شکیب الحسن ، مستفیظ الرحمن او محمدالله درې درې ویکټې واخیستې.
بنګلادېش په ۱۷ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۴۰ منډې جوړې کړې او لوبه ویسټینډیز په پنځوسو منډو وګټله.
بنګلادېش ته لېتن دس ۴۳ او ابو حیدر ۲۲ منډې جوړې کړې ؛او ویسټینډیز ته په بالېنګ کې پاؤل ۵ ویکټې واخیستې او پدې سره ویسټینډیز یاد هیواد ته خپل سفر د شل اوریزه سریز په ګتلو سره پای ته ورسولو.
اېون لېوېس د لوبې او شکیب الحسن د سریز غوره لوبغاړی وپیژندل شو.
ویسټینډیز به راتونکي جنورۍ میاست کې د انګلستان خلاف د دریو ټېسټ ، پنځه یو ورځینۍ او یوې شل اوریزه لوبو لړۍ په خپل کوربتوب پیل کړي.