ورزشي خبرونه

کابل (٨ غبرګولى ٩٧) : د افغانستان کرکټ بورډ د هندوستان پر وړاندې تاريخي ټسټ لوبې او د بنګله دېش پر وړاندې شل اووريزو سياليو لپاره ملي لوبډلې اعلان کړې.د افغانستان کرکټ بورډ د ټاکنيزې کمېټې مشر نوروز منګل له خپلو دوو غړو سره نن د غبرګولي په ٨ مه، په کابل کې د يوې خبري غونډې په ترڅ کې…
کابل (١٩ غويى ٩٧): د افغانستان کرکټ بورډ په کوربه توب به د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلې سره په راتلونکې غبرګولي مياشت کې درې شل اوریزې لوبې ترسره کړي.د افغانستان د کرکټ بورډ له ادارې څخه رسنیو ته رارسېدلې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان او بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ به د…
کابل (٧ غويى ٩٧) : د کرکټ نړيوالې شورا د راتلونکي کال د يو ورځني کرکټ نړيوال جام سياليو مهالوېش اعلان کړى دى.د يو ورځني کرکټ نړيوال جام سيالۍ د ٢٠١٩ زېږديز کال د مى په ٢٩مه، د انګلستان په بېلا بېلو ښارونو کې پيلېږي.د کرکټ نړيوالې شورا له خوا د غويي په ٧مه، رسنیو ته په يوه رالېږل شوې…
کابل ( ٧ غويى ٩٧) : د هندوستان مشهور مبصر او پخواني لوبغاړي سنجی منجرېکر ويلي چې راشد خان د استراليا له مشهور لوبغاړي شين وارن څخه پياوړى دى.د کرکټ په نړۍ کې د افغان ستوري راشد خان مينه وال ورځ تر بلې زياتېږي او د هند شل اووريزو سياليو کې يې په دويم کال هم د راشد خان ځلېدل…
کابل (٢٥ ورى ٩٧): د افغانستان د کرکټ ملي لوبغاړى شهزاد محمدي درې سوه زره افغانۍ جريمه شو او د بيا سرغړونې په صورت کې پرې د بنديز ګواښ شوی دی.د کرکټ ملي لوبغاړي شهزاد محمدي څه موده مخکې د پاکستان په پېښور ښار کې له يوه ځايي عادي کلب سره لوبېدلى و چې په ټولنيزو شبکو کې د کرکټ…
د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې ځوان لوبغاړي مجیب ځدران د هند د سوداګریز کرکټ لیګ «IPL» د سیالیو په لومړۍ لوبه ۲ لوبغاړي وسوځول او په «IPL» کې یې خپل کیریر په ښه توګه پيل کړ.مجیب ځدراڼ د افغان لوبډلې ورو یا سپین توپ اچوونکی دی چې د هندوستان په «IPL» کرکټ لیګ سیالیو کې د لومړي ځل…
کابل (٦ ورى ٩٧): د کرکټ نړيوالې شورا د غوراوي سياليو په ګټلو او د راتلونکي کال نړيوال جام ته په لار موندنې افغانستان ته مبارکي ورکړې ده.د کرکـټ نړيوالې شورا له خوا د وري په ٦مه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې راتلونکى کال په انګلستان کې د يو ورځني پنځوس اووريز کرکټ نړيوال جام سياليو کې دوى…
کابل (۲۱ کب۹۶) : د کرکټ نړیوال جام غوراوي سیالیو کې نیپال هانګ کانګ ته ماتې ورکړه، خوګټه یې افغانستان ته ورسیدله او دروانو غوراوي سیالیو دویم پړاو ه یې لاره پیدا کړه.د۱۰ هیوادونو په ګډون دکرکټ نړیوال جام دغوراوي سیالۍ په زمبابوۍ کې روانې دي.افغانستان په خپل ګروپ کې له زمبابوې، سکاټلینډ او هانګ کانګ څخه لوبې بایللې وې،…
کابل (٢٠ کب ٩٦) : د کرکټ ملي لوبډلمشر راشد خان وايي چې د فشار پر مهال لوبغاړي خپل اعصاب له لاسه ورکوي او له مسووليته ډکه لوبه نه کوي.هغه دغه څرګندونې تېره ورځ ناوخته په زمبابوې کې د کرکټ د نړيوال جام د غوراوي سياليو په وروستۍ لوبه کې نيپال ته تر ماتې ورکولو وروسته په يوه خبري کنفرانس…
کابل (۱۶ کب ۹۶) ؛ د کرکټ د نړیوالې شورا له لوري د افغانستان پر ویکټ ساتونکي لوبغاړي شهزاد محمدي باندې د دوو لوبو لپاره بنديز ولګول شو.دکرکټ د نړیوالې شورا لخوا د کب په ۱۶مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی، چې شهزاد د زمبابوې پر وړاندې په پرونۍ لوبه کې د یادې شورا د قوانینو سره په…
کابل (١٦ کب ٩٦): د انګلستان مشهور "ليسټرشاير" کلب د کرکـټ له ملي لوبغاړي محمد نبي سره د شل اووريزو سياليو لپاره قرارداد کړى دى.دا دويم افغان لوبغاړى شو چې د انګلستان له کاونټي کلبونو سره د کرکټ سياليو لپاره قرارداد کوي، تر دې مخکې راشد خان د انګلستان د سسيکس کاونټي سره قرارداد کړى و.د "ليسټرشاير" کلب له خوا…