ورزشي خبرونه

کابل (٦ کب ٩٦): د کرکټ ملي لوبغاړي راشد خان د کرکټ د شل اووريزو نړيوالو سياليو په درجه بندۍ کې هم لومړى مقام خپل کړى دى.د کرکټ نړيوالې شورا له خوا د کب په ٦مه رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې راشد خان د زمبابوې پر وړاندې په دوو شل اووريزو نړيوالو لوبو کې د ښې…
کابل (٢ کب ٩٦) : راشد خان چې د افغانستان د کوچيانو له لوبـډلې څخه يې د توپوهونکي په توګه د کرکټ لوبه پيل کړې وه، د توپ اچوونکي په توګه يې په نړيواله درجه بندۍ کې لومړى مقام خپل کړى دى.د زمبابوې پر وړاندې وروستيو پنځو يو ورځنيو نړيوالو لوبو کې د ١٦ لوبغاړو سوځولو وروسته د کرکټ د…
 کابل (٢٣ سلواغه ٩٦): د کرکټ لوبې د يو شمېر کارپوهانو په نظر د زمبابوې پر وړاندې د افغانستان د پرونۍ ماتې ستر لامل د لوبډلمشر دوامداره خرابه لوبه او په لوبډله کې د تېز توپ اچوونکو ستونزې وې.د زمبابوې لوبډله د افغانستان پر وړاندې په لومړۍ يوه ورځنۍ نړيواله لوبه کې تر ماتې وروسته پرون د دويمې لوبې لپاره…
کابل (١٦ سلواغه ٩٦): د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېـټې له خوا د يوه ورځني کرکټ نړيوال جام د غوراوي پړاو سياليو لپاره ملي لوبډله اعلان کړه.د افغانستان کرکټ بورډ له خوا د سلواغې په ١٦مه، په خپره شوې خبرپاڼه کې د غوراوي دا سيالۍ د لسو هېوادونو د لوبـډلو په ګډون د ٢٠١٨زېږديز کال په مارچ مياشت کې…
کابل (١٤ سلواغه ٩٦): هندوستان په پاى لوبه کې اسـټراليا ته په ماتې ورکولو سره د څلورم ځل لپاره د کرکټ د ١٩ کلنو نړيوال جام سياليو اتلولي خپله کړه.د ١٦ هېوادونو د ١٩ کلنو لوبډلو نړيوال جام سيالۍ چې تېره مياشت په نيوزيلينډ کې پيل شوې وې، نن د هندوستان په بريا پاى ته رسېدلې دي.په نيمه پايلوبه کې…
کابل (۷ سلواغه ٩٦) : دافغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړى او مشهور ستورى راشد خان د هندوستان د کرکټ ليګ ( اى پي اېل) د حيدر اباد لوبډلې له خوا د څه کم يو نيم ميليون ډالرو په امتياز واخيستل شو.د هندوستان کرکټ ليګ سيالۍ چې هر کال د اپريل په مياشت کې پيل او شاوخوا دوه مياشتې…
کابل (٢٧ مرغومى ٩٦): افغانستان به خپله لومړۍ تاريخي ټسټ کرکټ لوبه له هندوستان سره پنځه مياشتې وروسته کوي.دغه اعلان د افغانستان او هندوستان کرکټ بورډ مشرانو پرون په نوي ډيلي کې د يوې خبري غونډې پر مهال وکړ.د کرکټ نړيوالې شورا څو مياشتې مخکې افغانستان ته د بشپړ غړيتوب دريځ ورکړ چې د دغه دريځ له ترلاسه کولو وروسته…
کابل (٢٣ مرغومى ٩٦): د افغانستان د کرکټ ١٩ کلنې ملي لوبډلې د نړيوال جام د پيل په لومړۍ لوبه کې پاکستان ته ماتې ورکړه.د ١٦ هېوادونو د ١٩ کلنو لوبډلو په ګډون د کرکټ نړيوال جام پنځوس اووريزې سيالۍ نن (د مرغومي ٢٣مه) په نيوزيلينډ کې پيل شوې.ياد هېوادونه پر څلورو ګروپونو وېشل شوي، افغانستان په (د) ګروپ کې…
جلال اباد (٣ مرغومى ٩٦): د افغانستان کرکټ بورډ پر دوو لوبغاړو او يوه روزونکي د لوبو او فعاليتونو بندېز ولګاوه .د کرکټ بورډ د ډيسپلين کمېټۍ غړو ډاکټر نور علم فريد او ميرمبارز د مرغومي په ٣مه، په جلال اباد ښار کې په دې اړه د يوې خبري غونډې په ترڅ کې معلومات ورکړل.دوى زياته کړه چې ياد بنديز…
کابل (٢٦ ليندۍ ٩٦) : د کرکټ ملي لوبغاړي شهزاد محمدي له دې امله له ټولو هېوادوالو بخښنه وغوښته، چې د ممنوعه درملو خوړلو له امله يو کال له ملي لوبـډلې څخه بهر و.د کرکټ نړيوالې شورا د روان زېږديز کال په پيل کې تر لابراتواري معايناتو وروسته له دې امله پر شهزاد بندېز لګولى و، چې ممنوعه درمل يې…
کابل (٢٠ ليندۍ ٩٦): د هندوستان د کرکټ ادارې له افغانستان سره د ټسټ کرکټ لوبې کولو اعلان کړى دى.د هندوستان د کرکټ د کنټرول ادارې ( بي سي سي اى) منشي اميتاب چوهدري د ليندۍ په ٢٠مه، په نوي ډيلي کې د يوې خبري غونډې پر مهال وويل چې له افغانستان سره د ټسټ کرکټ لوبې پرېکړه نن په…