هندوستان له افغانستان سره ټسټ کرکټ لوبه کوي

21 ليندی 1396

کابل (٢٠ ليندۍ ٩٦): د هندوستان د کرکټ ادارې له افغانستان سره د ټسټ کرکټ لوبې کولو اعلان کړى دى.
د هندوستان د کرکټ د کنټرول ادارې ( بي سي سي اى) منشي اميتاب چوهدري د ليندۍ په ٢٠مه، په نوي ډيلي کې د يوې خبري غونډې پر مهال وويل چې له افغانستان سره د ټسټ کرکټ لوبې پرېکړه نن په کلنۍ غونډه کې وشوه.
هغه زياته کړه، دغه غونډه چې د اېف ټي پي، يا د راتلونکو سفرونو او لوبو د پروګرام په اړه وه، د هندوستان د کرکټ د ملي لوبـډلې د راتلونکو څلورو کلونو پروګرامونه اعلان شول.
سرچينې ويلي، په دې موده کې به هندوستان له ګڼ شمېر هېوادونو په کور دننه او له کور بهر ګڼ شمېر ټسټ لوبې کوي.
د هندوستان د کرکټ ادارې منشي ويل، په ياده غونډه کې بله مهم پرېکړه له افغانستان سره د ټسټ لوبې کول وو.
خو سرچينې ويلي، له افغانستان سره د ټسټ لوبې کولو کره نېټه او ځاى به وروسته اعلان شي.
اميتاب زياته کړې: (( ټاکل شوې وه چې افغانستان په ٢٠١٩ کال کې له استراليا سره لومړۍ ټسټ لوبه وکړي، خو دا چې موږ له افغانستان سره تاريخي اړيکې لرو، پرېکړه مو وکړه چې لومړۍ ټسټ لوبه موږ له افغانستان سره وکړو.))
د کرکټ نړيوالې شورا څو مياشتې مخکې افغانستان او ايرلينډ ته د کرکټ د بشپړ غړيتوب دريځ ورکړ چې له هغه وروسته افغانستان د ټسټ لوبو کولو جوګه شو.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.