پر شهزاد د دوو لوبو بندیز ولګول شو

کابل (۱۶ کب ۹۶) ؛ د کرکټ د نړیوالې شورا له لوري د افغانستان پر ویکټ ساتونکي لوبغاړي شهزاد محمدي باندې د دوو لوبو لپاره بنديز ولګول شو.
دکرکټ د نړیوالې شورا لخوا د کب په ۱۶مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی، چې شهزاد د زمبابوې پر وړاندې په پرونۍ لوبه کې د یادې شورا د قوانینو سره په ټکر کې له سوځیدو وروسته مرورتیا ښودلې وه.
سرچینې زیاته کړې، چې  دکرکټ دنړیوالې شورا دقوانیو سره سم شهزاد ته یو منفي (Demerit) پواینټ ورکړل شو او دا چې محمد شهزاد ته تر دې مخکې هم درې منفي (Demerit) پواینټونه اخیستې وو، نو د قوانینو سره سم د څلورو (Demerit) پواینټونه په درلودو سره د دوو لوبو لپاره له بندیز سره مخ شو.
نوموړی به د نړیوال جام د غوراوي پړاو سیالیو په لړ د افغانستان په راتلونکو دوو لوبو کې چې د هانګ کانګ او نیپال پر وړاندې ترسره کیږي، ونه لوبیږي.
دافغانستان کرکټ بورډ هم پر شهزاد بندیز تایید کړی دی او افسر ځاځی یې د پاتې سیالیو لپاره زمبابوی ته دلیږلو اعلان کړی دی.
کرکټ بورډ په یوه خبرپاڼه کې ویلی، چې، افسر د اصغر ستانکزي پر ځای نن زمبابوی ته تللی دی.
دیادونې وړ ده، چې تیر کال هم د ممنوعه درملو د خوړلو په جرم پر شهزاد یو کل بندیز لګیدلی و، چې تیره میاشت پای ته ورسید.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(1 رایه)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.