افغانستان دویم پړاو ته لاره پیدا کړه، خو نړیوال جام ته څومره چانس لري؟

کابل (۲۱ کب۹۶) : د کرکټ نړیوال جام غوراوي سیالیو کې نیپال هانګ کانګ ته ماتې ورکړه، خوګټه یې افغانستان ته ورسیدله  او دروانو غوراوي سیالیو دویم پړاو ه یې لاره پیدا کړه.
د۱۰ هیوادونو په ګډون دکرکټ نړیوال جام دغوراوي سیالۍ په زمبابوۍ کې روانې دي.
افغانستان په خپل ګروپ کې له زمبابوې، سکاټلینډ او هانګ کانګ څخه لوبې بایللې وې، خوله نیپال څخه یې ګټلې وه.
دویم پړاو ته دافغانستان چانس د نیپال اوهانګ کانګ لوبې برخلیک پورې تړلې وه، نن نیپال هانګ کانګ ته ماتې ورکړه او ددریواړو هیوادونو یوه یوه بریا شوه، خو دافغانستان د منډو اوسط له نیپال او هانګ کانګ څخه زیاته وه، څکه دویم پړاو ته یې له زمبابوی او سکاټلینډ سره لاره پیدا کړه.
له بل ګروپ څخه ایرلینډ، ویسټ انډیز او متحده عرپی امارات لاره پیدا کړه.
‎تر یادې لوبې وروسته د افغانستان کرکټ ملي لوب‌‌‌‌‌‌ډلې پخواني لوبدلمشر اصغرستانکزي د نیپال لوبدلې تکړه توپ وهونکي روهیت کمار پا‌‌‌‌‌‌وډيل ته خپل ‌‌‌‌‌‌بیټ ډالۍ کړ
‎ روهیت کمار پا‌‌‌‌‌‌وډيل نن د هانګ کانګ په وړاندې په زړه پورې توپ وهنه وکړه چې د نیپال لوبدله یې بریا ته هم ورسوله او د نیپال د بریا له امله افغانستان وکولی شول د روانو سیالیو دویم پړاو ته  لاره ومومي.
په دویم پړاو کې د افغانستان اوله لوبه  له ویسټ انډیز سره ده، دویمه لوبه یې  له متحدو عربي اماراتو سره او درېیمه لوبه یې له ایرلنډ سره ده.
دامریکا غږ اشنا راډیو د راپور له مخې، ویم پړاو ته هره لوبډله په اول پړاو کې ګټلي پواینټونه له ځان سره وړي. سکاتلند او زمبابوې افغانستان ته ماتې ورکړې په دې حساب دواړو دوه- دوه پواینټونه د افغانستان په بري سره ترلاسه کړي دي. د دوی ترمنځ وروستۍ لوبه مساوي شوه او یو-یو پواینټ ورکړل شو، په دې حساب سره افغانستان به له صفر او زمبابوې او سکاتلند به له دریو-دریو پواینټونو سره سوپر۶ ته ځي. هلته هم هر بری دوه پواینټونه لري.
په دویم ګروپ کې ویسټ انډیز څلور، ایرلنډ دوه او امارات له صفر پواینټونو سره ځي. که ویسټ انډیز دوه لوبې وګټي نړیوال جام ته ځي. که زمبابوې او سکاتلند دوه-دوه لوبې وګټي نړیوال جام ته ځي. خو که یې دوه وبایللې بیا یې چانس کم لیدل کیږي.
که افغانستان درې واړه وګټي او ایرلنډ دوه وګټي بیا به د منډو لوړ اوسط والا نړیوال جام ته ځي. په دې حساب افغانستان باید ټولې لوبې وګټي. د افغانستان د بري چانس کم خو ممکن دی.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.