کرکټ: د اماراتو ښځینه لوبډلې په چین ریکارډ جوړ کړ

24 مرغومی 1397 سمیع الله درانی ابدالي

د اسیا د ۹ ښځينه لوبډلو ترمنځ د تایلېنډ په بنکاک ښار کې شل اوریزې سیالۍ روانې دي، په دغو لوبډلو کې چین، تایلېنډ، عربي متحده امارات، هانکانګ، نېپال، مالیزیا، اندونیزیا، بوتان او میانمار ګډون لري.

دا سیالۍ د جنوري په ۱۲ مه نېټه د جمعې په ورځ پيل شوي دي.

په دې لوبو کې چین لوبډلې دوه لوبې بایللي، چې یوه لوبه ترې نېپال ګټلې او بله ترې پرون د یکشنبې په ورځ عربي متحده اماراتو د یو ریکارډ په ملتیا سره وګټله.

دا سیالۍ د جنوري تر ۱۶ مې نېټې پورې دوام کوي.

عربي متحده امارات او په چین ریکارډ
د یکشنبې په ورځ د اسیا ښځینه لوبډلو په شل اوریز جام سیالیوکې عربي متحده اماراتو ښځینه لوبډله د سیالۍ ډګر ته ووته.

دې لوبډلې لومړی توپ وهنه وکړه، په شل اورونو کې یې د ۳ لوبغاړو په سوځېدوسره د ایشا روهېټ د ۸۲ منډو پرمټ ۲۰۳ منډې وکړې او چین ښځینه لوبډلې ته یې په ۲۰۴ منډې هدف ورکړ.

ژان ژیاکسو او قیان د عربو یوه، یوه وېکټ واخېسته، د اماراتو یوه لوبغاړې رن اوټ شوه.

چینایي لوبغاړې د هدف په پوره کولو پسې مېدان راغلې؛ خو بېرته ډېر ژر له لوبغالي بهر شوې.

د چینایي لوبډلې شپږ لوبغاړې په صفر وسوځېدې او یواځې څلور لوبغاړو یې منډې وکړې، ژانګ چن دوه منډې، ژانګ یانلېنګ درې منډې، هان لیلي څلور منډې او ینګ ژو درې منډې وکړې.

چینایي لوبډله په لس اورونو کې ټوله وسوځېدله او ۱۲ منډې یې جوړې کړې.

عربي متحده اماراتو دغه لوبه په ۱۸۹ منډو وګټله.

چایا مغل، منانېلېګ درې، درې وېکټې، سوزه دوه وېکټې او شرما یوه وېکټ واخېسته.

دا په نړۍ کې په ښځینه شل اوریزو لوبو کې ستر ریکارډ دی، چې په چینایي لوبډلې د عربو متحده اماراتو ښځينه لوبډلې د جنوري په ۱۳ مه نېټه جوړکړ.

د نومرو په جدول کې نېپال لومړی، عربي متحده امارات دوهم، اندونیزیا دریم، مالیزیا څلورم، میانمار پنځم، چین شپږم او تایلېنډ وروستی ځای لري.

خو بي ګروپ کې بیا د نومرو جدول په کرېک انفو کې داسې ښودل شوی.

امارات لومړی، تایلېنډ دوهم، اندونیزیا دریم، هانکانګ څلورم، بوتان پنځم، میانمار شپږم او چین اووم ځای لري.

نن بوتان او مالیزیا سره مخ کېږي او تایلېنډ او هانکانګ هم لوبه کوي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.