د کرکټ نړيوالې شورا راشدخان د کال غوره لوبډله کې شامل کړ

02 سلواغه 1397 چنار راډيو

کابل (٢ سلواغه ٩٧): راشد خان د کرکټ نړيوالې شورا له خوا د يوه ورځني کرکټ د کال غوره لوبډله کې شامل شوى دى.
د نړيوالې شورا له خوا د مرغومي په ٢مه د کال غوره ټسټ لوبـډله، غوره يوه ورځنۍ لوبډله د کال غوره ټسټ لوبغاړى، د کال غوره يو ورځنى لوبغاړى، غوره وېکټ ساتونکى، غوره ځوان لوبغاړى، د دويمې درجې هېوادونو غوره لوبغاړى او غوره لوبڅار اعلان شول.
د يادې شورا له خوا رسنیو ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې راشد خان د کال غوره يوه ورځنۍ لوبډله کې ځاى پیدا کړی دی.
د کرکټ نړيوالې شورا ويلي چې راشد تېر کال ډېر ښه ځلېدلى او په يو ورځنيو لوبو کې يې تر ټولو زيات لوبغاړي سوځولي دي.
اى سي سي ويلي چې د ١٤،٤٥ منډو په اوسط سره تېر کال ٤٨ لوبغاړي سوځولي او لومړى مقام يې خپل کړى؛ نو ځکه د يو ورځني کرکټ په غوره لوبډله کې شامل شو.
د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر ويرات کوهلي په ټوليزه توګه د کال غوره لوبغاړى اعلان شو، دغه راز نه يواځې په ټسټ او يوه ورځني لوبـډلو کې يې ځاى موندلى، بلکې د دواړو لوبډلو لوبډلمشر هم اعلان شوى.
دغه راز نوموړي ته د کال غوره ټسټ او د کال غوره يوه ورځني لوبغاړي جايزه هم ورکړل شوې ده.
د هندوستان بل لوبغاړى ريشپ پانټ د کال غوره ويکټ ساتونکى بلل شوی او د کال د غوره ځوان لوبغاړي جايزه ورکړل شوې.
د سريلانکا لوبڅار درمسينا ته د کال غوره لوبڅار جايزه ورکړل شوې ده.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.