د ايرلينډ او نړيوال جام سياليو تمريناتي کمپ لپاره د لوبغاړو نوملړ اعلان شو

29 مرغومی 1397 چنار راډيو

کابل (۲۹ مرغومى ٩٧):د افغانستان کرکټ بورډ د ايرلينډ پر وړاندې سياليو او نړيوال جام کې د ګډون لپاره نږدې ٥٠ تنه لوبغاړي اعلان کړل.
د افغانستان کرکټ بورډ د ټاکنيزې کمېټې مشر دولت احمدزي د مرغومي په ٢٩مه،يوه خبري کنفرانس کې وويل چې له تېر کال راهيسې دوى د نړيوال جام لپاره چمتووالى پيل کړى و.
هغه زياته کړه،نړيوال جام ته د همدې تياريو په لړ کې ګڼ شمېر لوبغاړو ته د هندوستان په چناى ښار کې روزنيز کمپ په لاره اچولى و.
د نوموړي په وينا، دغه راز تر لسو ډېر ډېر افغان ملي لوبغاړي د بېلا بېلو هېوادونو په ليګونو کې لوبېږي، چې له دې سره يې تجربې زياتېږي او نړيوال جام ته په چمتووالي کې مرسته کوي.
دولت احمدزي وويل،په روزنيزو کمپونوکې دوى د ملي لوبغاړو پرکيپنګ،بېټنګ او نورو برخو کې ډېر تمرکز کړى، څو په دې برخوکې شته ستونزې يې هوارې شي.
د ټاکنيزې کمېټې مشر وايي، د افغانستان سپنران د نړۍ په کچه لومړى مقام لري، دغه راز الراونډران يې هم نړيوالې درجه بندۍ کې لومړي مقامونه لري او د تېز توپ اچوونکو په برخه کې هم پرمختګونه شوي.
هغه زياته کړه، تېز توپ اچوونکي دولت احمدزى هم روغ شوى او اوس له ملي لوبډلې سره يو ځاى شوى دى.
د نوموړي په وينا، دا لوبډله نن د هندوستان بنګلور ښار ته روانه شوه هلته به تمرينات کوي او له تمريناتو وروسته به بيا له دې څخه ٢٠ کسيزه ملي لوبـډله اعلانېږي، چې له ايرلينډ سره به په سياليو کې برخه اخلي.
دولت احمدزي وويل، دا ځل يې ځوانو لوبغاړو ته ډېر چانس ورکړى، څو په روزنيزو کمپونو کې له تجربه لرونکو لوبغاړو او روزونکو څخه ډېر څه زده کړي.
د افغانستان کرکټ بورډ اجراييوي رييس خبري غونډې ته وويل، ملي لوبډله به راتلونکې مياشت له ايرلينډ سره د افغانستان په کوربه توب پنځه يوه ورځنۍ، درې شل اووريزې او يو ټسټ لوبه کوي.
هغه زياته کړه،لوبغاړو ته ښه روزنيز کمپونه او تمرينات يې په پام کې نيولي او د هندوستان له ځينو ځايي لوبډلو سره به تمريناتي دوستانه لوبې هم کوي.
د ملي لوبډلې د تمريناتي کمپ لپاره لاندې لوبغاړي غوره شوي دي.
په توپوهونکو کې محمد شهزاد محمدي، حضرت الله ځاځی، نورعلي ځدراڼ، نجیب الله تره کی، عثمان غني، جاويد احمدي، احسان الله جنت، حشمت الله شهيدي، رحمت شاه، سميع الله شینواری، ناصر جمال، اصغر افغان، درویش رسولي، شاهد کمال، نجیب ځدراڼ، شفیق الله شفق، رحمن الله ګربز، اکرام علي خېل، افسرځاځی،  او منير احمد ټاکل شوي.
په  توپ اچوونکو کې فريد ملک، افتاب عالم، دولت ځدراڼ، سعيد شېرزاد، شاپورځدراڼ، فضل الحق، وفادار مومند، يمين احمدزی، ضیاالرحمن شریفي، ګلبدین نایب، راشد ارمان، محمد نبي، کریم جنت، عظمت الله، میرویس اشرف، مجیب الرحمن، شرف الدین اشرف، ضياءالرحمن اکبر، وقار سلام خېل، حمزه هوتک، عبدالواسع، ظاهر خان، عبدالباقي او قیس احمد غوره شوي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.