د کرکټ نړيوال جام افغانستان ته راوړل شو

05 مرغومی 1397

کابل (٥ مرغومى ٩٧): د کرکټ د نړيوال جام سياليو کپ افغانستان ته راوړل شو او د حامد کرزي په نړيوال هوايي ډګر کې په ډولونو بدرګه شو.
دغه کپ يا جام نن (د مرغومي ٥مه) د سهار شاوخوا اته بجې د کابل نړيوال هوايي ډګر ته د افغانستان کرکټ  بورډ د مسوولينو له خوا له متحده عربي اماراتو راوړل شو.
په هوايي ډګر کې یې د مشرانو جرګې د رييس فضل هادي مسلميار، د کرکټ بورډ د عمومي رييس حاجي عزيزالله فضلي، د کرکټ بورډ اجرائيوي رييس شفيق الله ستانکزي، د کرکټ د ملي لوبغاړلو د کرکټ بورډ د نورو مسوولينو، دولتي چارواکو او لسګونو مينه والو له خوا يې هرکلى وشو.
دغه راز د کرکټ ګڼو مينه والو په هوايي ډګر کې د یاد جام په بدرګه اتڼونه وکړل.
د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار دا تاريخي ورځ وبلله او د نړيوال جام پر راوړلو يې ټولو هېوادوالو ته مبارکي ورکړه.
نوموړي وويل چې دا د ټولو ملي لوبغاړو د خولو، زحمتونو او ښو لوبو پايله ده چې نن افغانستان د نړيوال جام کوربه دى.
د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر عزيزالله فضلي ټولو هېوادوالو ته مبارکي ورکړه او ويې ويل چې دا د وياړ ځاى دى چې نړيوال جام هېواد ته راوړل کېږي.
هغه زياته کړه چې دلته د نړيوال جام راوړل د افغانستان پر دولت او کرکټ بورډ د نړيوالو باور دى.
فضلي وويل چې دغه جام به له کابله وروسته باميان، هرات او کندهار ولايتونو ته ولېږدول شي.
د نوموړي په وينا، باميات او هرات ته د دغه جام له وړلو موخه دا ده، څو په دغو ولايتونو کې کرکټ ته وده او پرمختګ ورکړل شي.
د کرکټ بورډ اجرائيوي رييس شفيق الله ستانکزي په هوايي ډګر کې له خبريالانو سره د خبرو پر مهال خوښي وښوده چې نړيوال جام افغانستان ته راوړل شو.
هغه زياته کړه: ((دا جام اوس موقتي راوړل شوى، خو که افغانستان په دغه نړيوال جام کې اتلولي خپله کړي، جام به د دایم لپاره افغانستان ته راوړل شي.))
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر ستانکزي هم د مبارکۍ ورکولو تر څنګ وويل، دوى به هڅه وکړي چې په نړيوال جام کې ښه لوبه وکړي.
د يادونې ده، دا دويم ځل دى، نړيوال جام افغانستان ته راوړل کېږي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.