افغانستان او آیرلنډ به لومړنۍ ټېسټ لوبه وکړي

10 ليندی 1397 شرافت مندوزی

افغانستان او آیرلنډ، چې تېر کال د کرکټ نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب یا د ټیسلوبو مقام ورکړ، د لومړي ځل لپاره په خپل منځ کې ټیست سیالي کوي.

افغانستان او آیرلنډ به راتلونکی کال په هندوستان کې یوه ټیست، درې ۲۰ اوره او ۵ یو ورځینۍ سیالۍ وکړي.

دا سیالۍ به غالباً په راجیو ګاندي نړیوال لوبغالي کې د فبرورۍ – مارچ ترمنځ وشي.

دواړو هیوادونو له کله چې د ټیسلوبو اجازه ترلاسه کړې، یوازې یو ځل ټیست سیالي کړې ده.

افغانستان سږ کال له هند سره ټیست سیالي وکړه خو افغان لوبغاړي ښه ونه لوبېدای شول.

د افغانستان په پرتله آیرلنډ له پاکستان سره ښه ټیست سیالي وکړه.

په تېرو څو میاشتو کې د افغانستان ملي ټیم ځینې تکړه لوبغاړي موندلي چې د ټیست سیالیو لپاره مناسب دي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.