شنبه, ۲۹ غويی ۱۴۰۳

که یوه ورځ انټرنېټ نه وي نو څه به کېږي؟

17 ليندی 1397 چنار راډيو

د ډېرو خلکو لپاره ان یو څو ساعته د انټرنېټ نشتوالی یو لویه ستونزه ښکاري، خو که انټرنېټ نه وي، اغېز به یې هغسې نه وي لکه چې تاسو یې اټکل کوئ.

د امریکا په متحدو ایالتونو کې د ستانفورډ پوهنتون یو استاد، جېف هنکاک (Jeff Hancock)، چې د آنلایني اړیکو په تړاو د رواني او ټولنیزو بهیرونو په هکله څېړنې کوي وايي، یو مهال یې غوښتل خپلو زده کونکو ته دنده ورکړي چې د ۴۸ ساعتونو لپاره له انټرنېټه کار وانخلي او بیایې د اغېزو په هکله بحث وکړي.

خو هغه وايي، زده کونکو په ټینګه ویل چې د دغسې یوې دندې ترسره کول ناشوني او غیر عادلانه دي. زده کونکو استدلال کاوه چې که دوی ان د اونۍ د پای په دوو ورځوکې انټرنېټ ونه لري، د نورو زده کړو کارونه به یې له ستونزوسره مخامخ شي، ټولنیز ژوند به یې هم ګډوډ شي، کورنۍ او دوستانو سره به اړیکي نه شي درلودلای او هغوی به اندېښمن وي چې دوی ته څه پېښ شوي دي.

د انځور حقوق ABID BHAT
Image caption هندي چارواکو نژدې ۲۰ ځله پر انټرنېټي خدمتونو موقت بندیزونه لګولي

هنکاک وايي ځکه یې له دې کاره لاس واخیست او بیا یې زده کونکو ته دغسې دنده نه ورکوله.

هغه وايي اوس چې هرڅوک له ځانه سره عصري موبایل ټیلیفونونه ګرځوي او تل له انټرنېټه کار اخلي د دغسې یوې تجربې کول به لاسخت وي.

کله چې یوه وېبپاڼه و نه موندل شي د کمپیوټر پر پردې د ۴۰۴ یوه شمېره راځي، خو د انټرنېټ نشتوالی اصلاً د تصور وړ نه دی.

بیا هم پوښتنه داده چې که یوه ورځ انټرنېټ نه وي څه به پېښ شي؟

خو داسې ښکاري چې اغېزبه یې هغسې نه وي لکه چې اټکلونه کېږي.

د څېړنو له مخې، په ۱۹۹۵ کال کې د نړۍ یوازې یو سلنه خلک آنلاین وو، خو ۲۰ کاله وروسته اوس له ۳،۵ میلیاردو زیات خلک انټرنېټي اړیکي لري چې دا تقریبا د نړۍ د وګړو نژدې نیمه برخه کېږي او دا شمېره په چټکتیاسره په زیاتېدو ده.

په هره ثانیه کې تقریبا ۱۰ نور کسان ورزیاتېږي.

د پیو(Pew) په نامه څېړندوی مرکز وايي، د امریکایانو نژدې یو پنځمه برخه پرلپسې انټرنېټ کاروي او ۷۳ سلنه خلک وايي، لږ ترلږه هره ورځ یې کاروي.

په بریتانیا کې هم شمېرې دې ته ورته دي. د ۲۰۱۶ کال یوې سروې له مخې تقریبا ۹۰ سلنه بالغانو ویلي، په تېرو درېیو میاشتو کې یې له انټرنېټه کار اخیستی دی.

د ډېرو خلکو لپاره له انټرنېټه پرته ژوند کول ناشونی او له تصوره لیرې ښکاري.

خو کېدای شي د یوه هېواد یا ان په نړیواله کچه د څه مودې لپاره انټرنېټ نه وي.

انټرنېټي بریدونه او ورانکار هکران کولای شي د ځانګړو سافتویرونو په مرسته سرورونه له کاره وغورځوي، په وېبسایټونو کې پراخه ګډودي را منځته کړي او ان ټول انټرنېټ په ټپه ودروي.

نړیوال انټرنېټي مزي د سمندرونو له تل څخه تېریږي، که دا مزي پرې شي د نړۍ یوه برخه له بلې څخه جلا کولای شي.

ښايي د دغو مزو پرې کول د هکرانو لپاره آسانه نه وي، خو کله کله په تصادفي ډول زیانمنېږي.

په ۲۰۰۸ کې د منځني ختیځ، هند او جنوب ختیځې اسیا په انټرنیټي اړیکو کې درې ځله ستره ګډوډې رامنځته شوه، ځکه چې د سمندر تر اوبو لاندې مزي پرې شوي یا زیانمن شوي وو.

که د ځینو هېوادونوحکومتونه وغواړي کولای شي په خپل هېواد کې انټرنېټ په بشپړه توګه بند کړي.

په ۲۰۱۱ کال کې په اصطلاح د عرب پسرلي د پاڅون د پېښو پرمهال د مصر حکومت انټرنېټ بند کړ او اعتراض کونکو ته یې د فعالیتونو همغږي سخته کړه.

ترکیې او ایران هم د اعتراضونو پرمهال انټرنېټ بند کړی و. ویل کېږي، چین د خپل انټرنېټ لپاره یو ځانګړی سویچ لري.

ځینې امریکایی سناتورانو وړاندیز کړی چې امریکا هم باید دغسې یو سویچ ولري چې وکولای شي د انټرنېټي بریدونو پر وړاندې له ځانه دفاع وکړي.

خو د انټرنېټ د بندونکي سویچ جوړول اسانه نه دي. هرڅومره چې یو هېواد لوی او پرمختللی وي، په بشپړ ډول یې د انټرنېټ بندول سخت وي، ځکه چې د هېواد د پولو دننه او بهر یې د انټرنېټي شبکو ترمنځ اړیکي خورا ډېرې وي.

د سټانفورد پوهنتون یو ساینسپوه، ډیوېډ ایګلمن، وايي:

''نړیوال انټرنېټ لپاره ترټولو ویجاړونکی ګواښ کېدای شي د لمریز اور د لمبو له امله وي. یو ستر لمریز توپان کولای شي د اور سترې لمبې د ځمکې پر لور راوشړي چې کېدای شي مصنوعي سپوږمکۍ، برېښنايي شبکې او کمپیوټري سیستمونه ویجاړ او ګډوډ کړي.

هغه څه چې بمونه او ترهګریز بریدونه یې نه شي کولای ښايي لمریزې لمبې یې په یوه شېبه کې ترسره کړي.

خو د امریکا د متحدو ایالتونو د انټرنیټي دفاع د موسسې یو کارکونکی سکاټ بورګ وايي، د دغسې پېښو د پایلو د سمبالولو لپاره چمتو والی شته او یو زیات شمېر خلک په دې بوخت دي چې له دغسې پېښو وروسته انټرنېتي اړیکي ژر بېرته فعالې کړي، چې ناوړه اغېزې به یې هغومره نه وي لکه چې موږ یې فکر کوو.

پر اقتصاد به یې هم اغیزې ډېرې بدې نه وي. په ۲۰۰۸ کې سکاټ بورګ په شلو امریکايي شرکتونو کې د انټرنېټ د موقت نشتوالي د پایلو په اړه پلټنې وکړې.

د هغه موندنې ښيي چې پدغو شرکتونوکې د انټرنیټ د موقت نشتوالي مالي اغېزې کمې وې، هغومره نه وې لکه چې ادعا شوې وه.

که څه هم د ځینو خلکو کارونه د څو ورځو لپاره ځنډېدلي وو، خو کله چې انټرنېټ بېرته فعال شو په دوو درېیو ورځوکې هغوی خپل کارونه بیا سم کړل.

که د انټرنېټ موقت بندیدل یوه یا دوې ورځې وي ښايي د الوتکو پرسفرونو یې هم اغېز لږ وي.

الوتکې کولای شي له انټرنېټ پرته والوزي، اورګاډي او بسونه هم خپل کار ته دوام ورکولای شي.

 

خو که د اوږدې مودې لپاره انټرنېټ نه وي کېدای شي پر لوژستیکي چارو بده اغېزه وکړي. له انټرنیټ پرته به د راکړې ورکړې او سوداګرۍ چارې سختې وي.

ساینسپوه ډیوېډ ایګلمن وايي سوداګریز شرکتونه او خلک باید د انټرنېټ د بندیدو په صورت کې د ځان لپاره ځانګړي احتیاطي پلانونه ولري.

د مشیګن دولتي پوهنتون کارکونکي ویلیام ډټن(William Dutton) لخوا لاس انجلس کې یوه ترسره شوې سروې وايي، پر کوچنیو سوداګریزو شرکتونو او افرادو ښايي د اړیکو د پراخې ويجاړۍ اغیزې نسبتا ډیرې وي، په داسې حال کې چې د لوړې طبقې افرادو او د مدیریت د کچې مسلکي کارونو خاوندانو لپاره به دومره سخته نه وي.

د بېلګې په توګه ځینې کسبګر لکه د کورونو د نلونو جوړونکي اویا نجاران یا ترکاڼان د خپلو کارونو لپاره ترډېره له پیجرونو او ټیلیفونونو کار اخلي او که دا وسایل له کاره ولویږي د هغوی کارونو ته زیان رسېږي.

په دې توګه به د انټرنیت د نشتوالي پر وړاندې ستاسو غبرګون ښايي ستاسو د ټولنیز اقتصادي وضعیت سره تړاو ولري.

خو رواني اغېزې به یې لکه د انزوا او پرېشانۍ احساس پرټولو خلکو وي.

هینکاک وايي انټرنیټ ترډېره د دې یو هدف لپاره دی چې موږ وکولای شو یو له بل سره اړیکي وساتو.

هغه وايي موږ روږدي شوي یو چې له هرچاسره په هروخت او هرځای کې اړیکي ولرو. د دغسې توانايي نشتوالی موږ اندېښمنوي.

ډټن وايي، ځینې خلک فکرکوي چې که انټرنېټ نه وي ښايي خلک به هڅه وکړي چې له خپلو دوستانو او کورنۍ غړو سره له نژدې په تماس کې اوسي، خو دی وايي په اصل کې داسې نه ده.

نوموړی وايي، د انټرنیټ کارونکي د هغوکسانو پرتله چې انټرنېټ نه کاروي ډېر اجتماعي دي.

د کوپنهاګن د پوهنتون کارکونکی،سټاین لامبورګ(Stine Lomborg) هم داخبره تاییدوي او وايي داسې نه ده چې که موږ موبایل ټیلیفون ونه لرو نود ګاډو په تمځای کې به له پردیو کسانو سره زیات غږېږو.

که څه هم په ځینو ځانګړو حالاتو کې ښايي د انټرنېټي اړیکو نشتوالی خلک مخامخ اړیکوته اړ کړي، لکه د اچې همکاران به اړ وي د برېښنالیکونو د لېږلو پر ځای یوله بل سره مخامخ وغږېږي، خو په عمومي ډول به د انټرنېټي اړیکو نشتوالی یوه ناراحته کونکې تجربه وي.

 

د انټرنېټ نشتوالی به خلک وپوهوي چې دژوند لپاره یې څومره مهم دی. ستاین لومبرګ وايي، که یوه ورځ انټرنېټ نه وي نړۍ نه ورانېږي، خو د ځینو خلکو لپاره به ښايي ان یوه ورځ هم د انټرنېټ نشتوالی د زغملو نه وي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.