شنبه, ۲۹ غويی ۱۴۰۳

سملاسي فیصله مه کوئ  | نعمت الله پټانزی

که چا ستاسو په اړه دبل چا خبره راوړه لومړی دهغه په اړه معلومات راټول کړئ او د هغه په اړه ښه غوروکړئ اوله هغې وروسته یې په اړه غبرګون وښیئ. کیدای شي په ټولنه کې داسې کسان ډیر وي چې د خلکو خبرې یو او بل ته وړي او راوړي او د دوه کسانو او دوه کورنیو ترمنځ دنفاق زړي کري او له بدمرغیو څخه یې خوند اخلي، ددې ډول حالت سره د مخامخ کیدو په وخت کې باید له پوره تدبر، صبراوزغم څخه کار واخلو کیدای مخاطب لوری مو له زغم څخه متاثره شي او خپله لاره بدله کړي اوکیدای شي له تاسې بښنه وغواړي نو؛په دې صورت کې به هرڅه سم شي.

که چیرې په ځان کې دزغم اوصبر توانایې اووړتیا نه وینئ نو؛ په خپله اړونده ټولنه کې له مشرانوسره خبره شریکه کړئ هغوی دژوندانه له هسکواوټیټوڅخه تجربه لري هرومرو تاسې ته ښه مشوره درکوي اوخپلې تیرې تجربې له تاسې سره شریکوي دهغوی په لارښوونو عمل وکړئ اووړاندې لاړشئ.

هغه کسان چې لنډه منډه کوي تل په خپلو کړنو پښیمانه وي دګټې په ځای په تاوان سر وي ترخبرې مخکې پوره فکر نه کوي کله چې له یوې پیښې سره مخامخ شي بیا وروسته آرمان کوي.

ددې لپاره چې له داسې پیښوسره مخامخ نه شو دهغه څه په اړه چې آوریدلي مودي ژورفکروکړو،لنډه منډه ونه کړو بلکې دهغه خبرې ښه اوبد اړخونه وسنجوو که خبرې دسپیناوي ارزښت نه درلود ځای په ځای بایدپریښودل شي اوکه خبره دشخړې او ناخوالو سبب ګرځیدله نو؛ اړینه ده چې سم دلاسه فیصله ونه کړو کیدای شي داخبره بیاهم ناسمه اودرواغ وي په پښتوکې متل دی چې وایي:
(ترڅوچې خبره سپینیږي درواغ به کلي وران کړي).


دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.