شنبه, ۲۹ غويی ۱۴۰۳

د هراتی ملا، بلند منزل وران شو

تاسو به خبر شوی یاست چې د هرات په انجیل ولسوالۍ کې یو ملاجومات ورا ن کړ. خو اصله قصه داسې ده:
ملا بیچاره  څو کاله وړاندې ارمان درلود چې بلند منزل ولری، د همدې ارمان د پوره کولو په خاطر یې تابیا کړې وه، چې د (کور، کالی، ډوډۍ ) د شعار تر سیورې لاندې د جومات په انګړ کې ځانته بلند منزل جوړ کړی او په همدې خاطر یې د سیمې فلز کاران وهڅول چې جومات ته دې اعانې په طورڅو کړکۍ او دروازې جوړې کړی، هغوی ورته جوړې کړې او ثواب یې وګاټه، بیا یې د سیمې څو تنه ځوانانو ته ګپ ورکړ چې د ثواب په خاطر، یوازې د نس مړولو په اجوره، راوړل شوې کړکۍ او دروازې نصب او جومات ښکلی جوړ او رنګ کړی.
څرنګه چې په افغانستان کې دځمکې غصب یو جایز اوحلال کار دی ، نو هغه هم تصمیم ونیوه تر څو سوکه، سوکه د جومات په انګړ کې بې له کانالیزیسون خو د پارک لرونکی چې بریښنایې هم وړیا وه، او دپارک په بهانه مځکه هم لویه شوې وه، ښکلی بلند منزل جوړ کړی، خو ناببره دملا له دې پریکړي نه چا د حج او اوقافو رییس ته چغولی وکړه.
د حج اوا وقافو رییس اعصاب ۱۸۰درچې خراب شول او ویې ویل [(میم زرما ، ټول دما)
دا ملا بې له دې چې ماته یو څه شکرانه راکړی – هوډ یې کړی چې مفته د بلند منزل خاوند شی]، نوله واره یې د(P.P.S) د چړیانو په لیږلو سره ملا د منبر له څوکۍ راکښته او له دندې  یې ګوښه کړ، ملا صاحب چې ولیدل ملا معنوی د انتخاباتو د کمیسیون کروزین لاتراوسه په ولکه کې لری ـ دی هم راولاړ شو، د جومات کړکۍ، دروازې، د نلدوانۍ اسباب د برق میتر او کیبلونه او نور شیان یې خپل کورته وې وړل

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.