شنبه, ۲۹ غويی ۱۴۰۳

افغانان، پښتانه، تاجکان او د هغوی د اوسېدو سيمه 

ليکوال : ډاکتر نور احمد خالدي
ژباړونکی : تمهيد الله سيلاني
جينيټکي څېړنې او ډي ان اې ازميښتونه دا ښيي چې پښتانه د هندوکش، غور، سند او  هلمند سيندونو په شاوخوا کې دولس زره کاله پخوا مېشت وو، چې تر ټولو لويه قومي کتله يې جوړه کړې وه. (الفنستن د پښتنو لومړنی ټاټوبی غور بولي)
هغه جينيټکي څېړنې چې د انګلستان د پورت سمون په پوهنتون کې د پروفيسر مازيار ايراني لخوا تر سره شوي او پايله يې په ۲۰۱۲ م کال کې په (پلس ون) مجله کې خپرشوې ده، ښيي چې پښتانه او تاجکان دواړه ګډې ډي ان اې ځانګړنې لري، چې  ۱۲۰۰۰ زره کاله پخوا په همدې سيمه کې اوسېدل. دوی څه ناڅه ورته والی له ايرانيانو، ترکانو او مغلو سره لري. مګر برعکس ډيری ورته والی يې د هند د سيويل او د سند (اباسین) سيند له اوسېدونکو سره تر سترګو کيږي.
د پښتون ټبر د اسرايليت د ادعا په رد کې بايد ووايم ؛ په ټوله نړۍ کې ۱۶ ميليونه يهودان ژوند کوي. دا په دې داسې حال کې ده چې يوازې په افغانستان او پاکستان کې ۵۰ ميليونه پښتانه ژوند کوي، د دوی ترڅنګ ۱۰ ميليونه  نور پښتانه په هند او ټوله نړۍ کې مېشت دي. اوس نو هېڅ عقل او منطق دا نشي منلی چې د يهودو يوه بېله شوې برخه دې د ټولو اسرايليانو څلور برابره شي. د دې تر څنګ هېڅ داسې کوم مؤرخ په خپلو اثارو کې د تېرو دوه  زره کلونو په بهير کې له منځني ختيځ سيمې څخه، منځنۍ اسيا (افغانستان، د سند سيند) په لور د يوې لويې کتلې انسانانو د مهاجرت يادونه نه ده کړې. همدارنګه پښتو ژبه د هندو اروپايي ژبو له کورنۍ څخه شمېرل کيږي، خو برعکس يهودي او عبري ژبې د سامي يا سميتيک له کورنۍ څخه دي.
په افغانستان او پاکستان کې د پښتنو ۵۰ ميليونه  شمېر، د  افغانستان ، تاجکستان او ازبکستان  د ۱۶ ميليونه تاجکانو په پرتله دي. (يوازې د تاجک قام څخه مو موخه ده، نه له تاجکي، دري، فارسي  ژبو څخه …) په همدې اساس علامه ابوريحان البيروني په خپلو څېړنيزو مقالو (مثل التفهيم (در بيان  اقليم سوم) و الصدينه نه (در بيان ګياه زيتون ) کې د هندوکش غرونه د چين له سرحد څخه تر زابل او بست پورې د افغانانو د غرونو په نامه ياد کړي. له  پورته څرګندونو دوه بېلابېل برداشتونه کېدای شي:
لومړی : دعلامه  ابو ريحان البيروني د ژوند په زمانه (څلورمه او پنځمه هجري پېړۍ ) کې پرته له کوم نژادي او قومي يادونې د هندوکش خوا وشا اوسېدونکي يې د (( افغان )) په نامه يادول.
دويم: که چېرې د علامه ابو ريحان البيروني موخه د (( افغانانو))  څخه يوازې پښتانه وي، نو دا په دې معنا ده؛ چې زرکاله پخوا تقريبآ د دې سيمې په ټولو برخو کې پښتانه مېشت وو.
د حيرانتيا خبره دا ده؛ چې د افغان مليت مخالفين کوم برداشت ته لومړيتوب ورکوي.
د يادونې وړ ده چې د افغانستان په اوسني او پخوانيو ټولو اساسي قوانينو کې لومړنی برداشت منلی شوی دی، هغه دا چې د افغانستان ټول اوسېدونکي ((افغانان )) دي.


دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.