جمعه, ۰۷ غويی ۱۴۰۳

تفکر له کله پيلېږي؟/ ژباړه: حمیدالله حمیدي

فکر کول يا د فکر کولو څرنګوالی مستقيم پر دې اغېز لري چې په وجود کې د خلاقيت وړتيا پياوړې او يا کمزورې شي. خو پوښتنه دا ده چې فکر کول يا هماغه تفکر له کله پيل کيږي؟
ارواپوهان وايي، ماشومان د ډېرو نورو عادتونو په څېر د فکر کول هم له خپلو والدينو، په ځانګړي ډول، مور زده کوي. ماشومان د خپلو والدينو ټول حرکات او عادتونه په ځير سره ګوري او وروسته يې تقليد کوي.
بله مهمه خبره دا ده چې ماشومان ړانده تقليد کوونکي دي. دوی په دې نه پوهيږي چې د يو کار پايله به يې څه وي. تفکر يې هم همداسې دی. که ميندې او پلرونه په داسې حال کې چې ماشومان يې ورته ځير وي، ناوړه فکرونه کوي يا داسې يو څه وايي چې په يو ډول نه يو ډول د روحيې د کمزوري کېدو سبب کيږي نو ماشومان يې هم پر منفي تفکر روږدي کيږي. دوی روحيه له لاسه ورکوي، په هر څه بې باوره کيږي او د دې چارې منفي اغېز هغه مهال لا جوت شي چې ماشومان ځوانان شي خو د پرېکړو کولو جوګه نه وي.
ارواپوهان سپارښتنه کوي، د دې لپاره چې ماشومان زړو او په لوړې روحيې سره وروزل شي بايد له هماغه لومړيو ورځو په مثبت فکر کولو روږدي شي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.