یکشنبه, ۱۶ غويی ۱۴۰۳

امنیتي مسوولین: سوېل ختیځ زون کې وسله وال ځپل شوي

08 وږی 1396

د سوېل ختيځ زون امنيتي مسوولين وايي چې په تېره شاوخوا يوه نيمه مياشت کې يې سلګونه وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
دوی دا خبرې د ۲۰۳ تندر قول اردو د نوي قوماندان د معرفۍ په غونډه کې وکړې او ويې ويل چې د امنيتي ارګانونو ترمنځ د ښې همغږۍ له امله وسله وال طالبان سخت ځپل شوي او امنيتي ځواکونه ډېرې لاسته راوړنې لري.
په دې غونډه کې د تندر قول اردو پخوانی قوماندان بريد جنرال عبدالواسع ميلاد وويل، وسله والو مخالفينو ته پلان ورکړل شوی و چې په تېرو دوو مياشتو کې ډېرې سيمې او ولسوالۍ سقوط او خپل مرکزونه په کې جوړ کړي.
هغه وايي چې د همدې موخې لپاره يې په ګڼو سيمو کې سخت بريدونه هم وکړل، خو په خبره يې چې په خپل هدف کې پاتې راغلي او له سختې ماتې سره مخ شوي دي.
ميلاد د متحده ايالاتو د نوې ستراتيژۍ هرکلی وکړ او ويې ويل چې د ترهګرو ځالې معلومې او د ګاونډي پاکستان ملاتړ ورسره دی او په کار ده چې پر وړاندې يې جدي اقدامات وشي.
دی وايي: ((د وسله والو د ځالو او ملاتړو پر وړاندې بايد جدي اقدامات وشي، دا له هېواد او سيمې څخه د ترهګرۍ د پاکولو يوازېنۍ لاره ده چې د ترهګرو ملاتړي وځپل شي او سرچينې يې وچې شي.))
دغه راز د ۳۰۳ سپين غر زون قوماندان پاسوال اسدالله شېرزاد وويل چې په تېرو څلوېښتو ورځو کې يې په پکتيا، پکتيکا او غزني ولايتونو په بېلابېلو سيمو او ولسواليو کې ګڼ عمليات ترسره کړي او د وسله والو لوی پلانونه يې شنډ کړي دي.
شېرزاد وايي: ((په تېرو څلوېښت ورځو کې وسله وال طالبان، چې د پاکستانيانو په مستقيم ملاتړ جنګېدل، ډېر سخت ځپل شوي او د پکتيا په جاني خېلو، د پکتيکا په ګومل، سر روضه او ګومل او د غزني په واغظ ولسواليو کې يې تر ۷۰۰ کسان يوازې وژل شوي چې د ډېرو مړي يې تر اوسه پراته دي.))
د پکتيا امنيتي مسوولينو د قول اردو د پخواني قوماندان کړنې او د امنيتي ارګانونو ترمنځ د رامنځته کړې کلکې همغږۍ ستاينه وکړه او د قول اردو له نوي قوماندان څخه يې هم يادې همغږۍ ته د دوام او همکارۍ غوښتنه وکړه.
تورن جنرال شعورګل پشتون د ولسمشر د فرمان له مخې د ۲۰۳ تندر قول اردو قوماندان وټاکل شو او نن يې رسماً خپله دنده پيل کړه.
پشتون ژمنه وکړه چې ور سپارل شوې دنده به په ښه ډول او مشورو پر مخ وړي او تر مسووليت لاندې سيمو کې به د امنيت د تامين پوره هڅه وکړي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.