جمعه, ۰۷ غويی ۱۴۰۳

د حکمتيار تازه څرګندونې تفريقه اچونکې وبلل شوې

30 زمری 1396

د ځوانانو ملي ټولنې د احمدشاه مسعود او د افغانستان ژغورنې ملي ايتلاف په اړه د حکمتيار پر تازه څرګندونو د نيوکې ترڅنګ له هغه وغوښتل چې له تفريقه اچونکو څرګندونو ډډه وکړي .
د ځوانانو د ملي ټولنې د رهبرۍ غړي سيدعبد الله هاشمي نن په کابل کې د يوې خبري ناستې پرمهال وويل، دا چې ګلبدين حکمتيار د سولې له بهير سره يوځاى شوى ستاينه يې کوو، خو د هغه جنجالي څرګندونې رد او غندوو.
هغه وويل :(( له بده مرغه له حکمتيار سره د سولې د هوکړې له لاسليک او د خلکو په منځ کې د هغه له راڅرګندېدو وروسته له هغه څخه جنجال جوړونکې خبرې اورېدل شوې چې ترې د نفاق او شقاق بوى حس کيږي.))
 هغه زياته کړه (( د حزب اسلامي مشر بايد د خلکو په منځ کې د نفاق خبرې ونه کړي دغه ډول ديد خلک هڅوي ترڅو کورنۍ جګړې ته لمن ووهي .))
د دغې ټولنې بل غړي سيد فرهاد هاشمي وويل چې افغانستان له حساسو شرايطو تېريږي سياسي مشران بايد د تفريقه اچونکو څرګندونو پرځاى خلک يووالي او اتحاد ته راوبولي .
حکمتيار د بدخشان له خلکو سره په ناسته کې په تازه څرګندونو کې په ډاګه کړې چې احمدشاه مسعود د پاکستان له استخباراتو (اى اس اى) سره اړيکه درلوده او هغه مهال چې طالبانو هوډ درلود کابل ونيسي نو له هغوى يې غوښتي و چې لومړى حزب اسلامي له مخې لرې کړي .
حکمتيار دغه راز ويلي و چې په حکومت کې زياتره جنرالان د افغانستان ژغورنې د ملي ايتلاف په نامه د نوي جوړ شوي ايتلاف کسان دي، يوازې پنجشېر ٦٠٠جنرالان لري او د دفاع وزارت زياتره جنرالان ددغه ولايت دي.
نوى ايتلاف د جنرال دوستم ، عطامحمد نور او محقق له خوا په دې وروستيو کې په ترکيه کې جوړ شو .

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(1 رایه)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.