جمعه, ۰۷ غويی ۱۴۰۳

د کرکټ ٢٢ لوبغاړي هند ته وليږل شول

01 غويی 1397

کابل(،٣١ورى٩٧): د کرکټ ملي لوبډلې ته د غوراوۍ په موخه ٢٢ لوبغاړي هندوستان ته وليږل شول.
د کرکټ بورډ د لوبغاړو د غوراوۍ کميټې مشر نوروز منګل نن د وري په ٣١مه کابل کې خبريالانو ته وويل، په پام کې ده چې ٤٣ لوبغاړي په دريو مرحلو کې د اروزنې په موخه هند ته واستول شي.
هغه وايي: (( په دې دور کې مو ٢٢ لوبغاړي واستول، دغه لوبغاړي دوه اونۍ هلته پاتې کيږي، د بهرنيو روزونکو لخوا اروزول کيږي او بيا د هغو له سپارښتنو سره سم په ملي لوبډله کې جذبيږي.))
منګل څرګنده کړه چې له دې ٤٣ لوبغاړو څخه ١٦ په دويمه او پاتې پنځه يې په دريمه مرحله کې هند ته استول کيږي.
د هغه په وينا کومو لوبغاړو چې په دې ځل کې د روزونکو قناعت حاصل نه کړ، په راتلوونکي کې بيا چانس ورکول کيږي.
د منګل د معلوماتو له مخې دا کوم لوبغاړي چې هند ته استول کيږي ټول په ملي او نورو لوبډلو کې د لوبيدو تجربې هم لري.
نوموړى وايي: (( دا کار ددې لپاره موږ کوو ترڅو نويو لوبغاړو ته په ملي لوبډله کې د لوبيدو چانس ورکړل شي او هم د ٢٠١٩ نړيوال کپ لپاره ښه چمتوالى ولرو.))
منګل وايي چې د ٢٠١٩ نړيوال جام سياليو لپاره په بيلابيلو برخو کې له ٢٠ تر ٢٤ لوبغاړو ته اړتيا ده.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.