جمعه, ۰۷ غويی ۱۴۰۳

طالبانو شرين تګاب کې د بلوچ سيمه او دوه امنيتي پوستې ونيولې

24 ليندی 1396

ميمنه(۲۴ ليند ٩٦): د فارياب ولايت چارواکي وايي چې  وسله والو طالبانو  شرين تګاب ولسوالۍ کې د بلوچ سيمه او  دوه امنيتي پوستې نيولې دي.
يوې امنيتي سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، وويل چې تېره شپه وسله والو  طالبانو د پاڅون کوونکو پر پوستو بريد وکړ چې په ترڅ کې يې دوه امنيتي پوستې او د بلوچ په نامه سيمه ونيول او يو قوماندان يې وواژه .
ده وويل چې يادې پوستې له درې مياشتو راهيسې د وسله والو طالبانو له خوا کلابند وې، ددغو پوستو سرتېرو هرڅه چې د مهماتو او اکمالاتو غوښتنه وکړه چا يې غږ وانه ورېده نو تېره شپه اړ  شول چې پوستې او د بلوچو سيمه وسله والو ته پرېږدي .
 د سيمې يوتن مخور داوود هم د فارياب مسوولين تورن کړل چې له درې مياشتو راهيسې يې ددغو پوستو د سرتېرو د اکمال کولو غوښتنې ته مثبت ځواب ونه وايه .
د فارياب د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال محمد نعيم هم تاييد کړه چې يادې پوستې او د بلوچو سيمه وسله والو طالبانو نيولي دي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.