شنبه, ۰۸ غويی ۱۴۰۳

افغانستان کې د لسیزو جګړو او نه پاملرنې له امله ځنګلونو زیان لیدلی

02 وری 1403 چنار راډيو

 ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې د ځنګلونو نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه خپره کړې ویډيو کې ویلي، په افغانستان کې تېرو ۴۰ کلونو جګړو او نه پاملرنې د دغه هېواد پر ځنګلونو ډېرې بدې اغېزې کړې دي.

یادې ادارې پرون په یوه خپره کړې معلوماتي ویډیو کې ویلي، افغانستان ۱ اعشاریه ۷۸ میلیونه هکټاره ځنګلونه او ځنګلي سیمې لري.

د دغې ادارې په خبره یوازې په تېرو ۱۵ کلونو کې د افغانستان ۳۴ سلنه ځنګلونه له منځه تللي دي. د افغانستان په بېلابېلو برخو کې له کلونو راهیسې په خپلسري ډول د ځنګلونو وهل روان دي چې حکومتونه یې لا هم په بشپړ مخنیوي نه دي بریالي شوي.

د مارچ ۲۱مه د ځنګلونو نړیواله ورځ ده او له ۲۰۱۳م کال راهیسې هر کال په نړۍ کې د دې لپاره لمانځل کېږي چې د انساني نړۍ په ژوند کې د ځنګلونو اهمیت ژوندی وساتل شي.

 

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.