شنبه, ۰۸ غويی ۱۴۰۳

اقتصاد وزارت: تېر کال د ۱۳ میلیارده افغانیو په ارزښت پروژې پلې شوي.

02 وری 1403 چنار راډيو

د اقتصاد وزارت د معلوماتو له مخې، په ۱۴۰۲ کال کې له ۱۷۷ پروژو د ۱۳ مېلیارد افغانیو په ارزښت ۱۱۴ پروژې پلې شوي او هڅه کوي، چې د بېخ بنایي پروژو په پېلولو سره د بېوزلۍ کچه راټيټه کړي.

په دغه کال کې د ملي تدارکاتو کمېسیون له لوري د څه باندې ۶۰ مېلیارد افغانیو په ارزښت څه باندې ۱۸۰پروژې منظورې شوې، د ټول‌ګټو وزارت له لوري د څه باندې ۱۱۰ پروژو پېلېدل، په نږدې راتلونکي کې د کاسا ۱۰۰۰ پروژې د کار پېلېدل، او په هېواد کې د بېلابېلو کانونو د استخراج په برخه کې شاوخوا اته مېلیارده ډالره پانګونه د سرپرست حکومت له نورو کړنو بلل کېږي.

 

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.